د ایران ولسمشر له پاکستان سره د هراړخیزو ملګرتیاؤ په پياوړتیا ټینګار وکړ
(last modified Wed, 15 Jun 2022 01:10:23 GMT )
Jun 15, 2022 05:40 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر له پاکستان سره د هراړخیزو ملګرتیاؤ په پياوړتیا ټینګار وکړ

ولسمشر رئیسي: د ایران اسلامي جمهوریت د تیلو، ګیس او بریښنا په شمول مختلفو برخو کښې د پاکستان د اړتیاؤ د پوره کولو لپاره ضروري وړتیاوې لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې له پاکستان سره د هراړخیزو ملګرتیاؤ زیاتولو ته تیار دی، ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د تیلو، ګیس او بریښنا په شمول مختلفو برخو کښې د پاکستان د اړتیاؤ د پوره کولو لپاره ضروري وړتیاوې لري.

آیت ا... سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر په تهران کښې د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري په کتنه کښې د دواړو ولسونو ژورو اړیکو ته په اشارې سره چې د د پیړیو پیړیو د زړه او عتقادي اړیکې کښې جرړه لري، د ایران او پاکستان ولسونه نه یوازې ګاونډي بلکې د یو بل خپلوان وبلله او زیاته یې کړه: د امام رضا علیه السلام د پاک حرم ترټولو زیات بهرني زیارتوال، پاکستانیان دي او له اهل بیتو علیهم السلام سره د هغوي مینه مشهوره ده او هم دا، یو بل ته د دواړو ولسونو د نزدې والي یوه زمینه ده.

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د پاکستان امنیت د ځان امنیت ګڼي، څرګند کړه: ځیني هیوادونه د دې دواړو مسلمانو، ګاونډیو، ملګرو او وروڼو هیوادونو ښې اړیکې نه خوښوي خو د اړیکو پیاوړتیا د سیمې د ولسونو لپاره د لازیات امنیت او اقتصادي رونق لامل ګرځي.

ډاکټر رئیسي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له اسلام آباد سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نشته، زیاته کړه: له پاکستان سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا ته تیار یو او د ایران اسلامي جمهوریت د تیلو، ګیس او بریښنا په شمول مختلفو برخو کښې د پاکستان د اړتیاؤ د پوره کولو ظرفیت او وړتیا لري.

په دغه ملاقات کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ایران ته له خپل سفره د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه:: زه چې څومره د پاکستان بچی یم، دومره د ایران اولاد هم یم.

هغه پاکستان ته د ایران د بریښنا له صادراتو په مننې سره څرګنده کړه: مونږ په امنیتي، تجارتي او د انرجۍ په برخو کښې نتیجې ته د تیرو خبرواترو رسولو او بشپړولو ته پوره تیار یو.

بلاول بوټو هم داشان له امام رضا علیه السلام سره د پاکستانیانو د مینې او ارادت ژورتیا ته پ اشارې سره مشهد مقدس ته د پاکستان د زیارتوالو د سفر د چارو د اسانولو لپاره د خپل هیواد پر پلاننګ ټینګار وکړ.

د پاکستان خارجه وزیر هم داشان د بلوچستان په ځنګلونو کښې د پراخ اور په وژلو کښې د مرستې په وجه د ایران قدرونه وکړه.

بلاول بوټو زرداري به نن په مشهد مقدس کښې د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت امام رضا علیه السلام د پاک حرم زیارت ته لاړ شي.

 

ټیګونه