Jun 15, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • ایران له بریطانیا څخه په زوره روانډا ته د کډوالو لیږدولو ته غبرګون وښود

خطیب زاده: دا څه چې روان دي، د ایران خلاف د سیسټماټیکې رسندوي دسیسې او د دوکې د سکې دویم مخ دی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له بریطانیا څخه په زوره روانډا ته د کډوالو کوچول د دغه هیواد لپاره یو تاریخي شرم وباله او ویې ویل: دریمګړي هیواد ته د دغو کسانو لیږل یوه داسې خطرناکه رویه ده چې د کډوالو د ساتنې پاتې نړیوال رژيم به هم له مینځه یوسي

د بریطانیا حکومت غواړي چې له دغه هیواده شپږ زره کیلومیټره لرې د دغو کډوالو په لیږلو سره په دې لړ کښې د آسټریلیا د پخواني سیاست تقلید وکړي چې په کورنۍ او نړیواله سویه یې پراخ اعتراضونه راپارولي دي.

سعید خطیب زاده بیګا دې ته په پام سره چې په له بریطانیا څخه روانډا ته په لیږدول کیدونکو کډوالو کښې ځیني ایرانیان هم شامل دي، غبرګون وښوده او ویې ویل: دا څه چې روان دي، د بریطانیا او هغو ټولو لپاره یو تاریخي شرم دی چې خپله ټول توان او همت یې د خپلې استعمار ي مخینې پټولو او پاکولو ته اړولی دی.

هغه وویل: دا څه چې روان دي، د ایران خلاف د سیسټماټیکې رسندوي دسیسې او د دوکې د سکې دویم مخ دی.

 

ټیګونه