د امریکا د دوه ګوڼه او د متناقضو کړچارونو د څنګ ته کولو پرضرورت د ایران د خارجه وزیر ټینګار:-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل پرون د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا د خبرو اترو د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
امیر عبداللهیان موافقې ته د رسیدا لپاره د جوزف بورل د هڅو په قدرونې او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک په صادرولو کښې د امریکا له بیړې ډک او غیر رغنده اقداماتو باندې نیوکې او د خبرو اترو د دوام غوښتنې ته په ځواب کښې وویل ؛ تهران د منطقي او د نتیجې پراساس د خبرو اترو تل هرکلی کړی دی خو پایداره او ښې موافقې ته د رسیدا لپاره ضروري ده چې مقابل لوری خپل دوه ګوڼه او متناقض کړچارونه څنګ ته کړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې نهايي موافقې ته په رسیدا کښې د مثبت رول د لوبولو د دوام لپاره د ګروهنې په څرګندولو سره وویل :له اوسنیو حالاتو د وتلو لاره د ډيپلوماسۍ تعقیبول او له غیر رغنده اقداماتو ډډه کول دي.
هغه پایداره او ښې موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران په رغنده ارادې لرلو باندې اعتراف کولو سره وویل په ویانا کښې موافقې ته د رسیدا لپاره زیات واټن نلرو او اوس هم وخت دی چې خبرې اترې یوځل بیا په چټکې سره له سره پیل شي او هڅه وشي چې د تاوتریخوالي د زیاتیدا مخه ونیول شي.
د ایران او د اټومي تړون په هکله د امریکا تناقض او د دوه ګوڼه کړچارونو د څنګ ته کولو پرضرورت باندې د ایران دوباره ټینګار په دې زمینه کښې د ولسمشر جوبایډن د حکومت د دوه ګوڼه کړچار او دریځونو ته په پام سره معنا پیدا کوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تل په تیرو څو کلونو کښې اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا شعارونه ورکړي دي تر دې چې د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس په خپل وروستي دریځ کښې اټومي تړون ته د واشنګټن بیرته ستنیدل د امریکا د ګټو په لړ کښې بللي دي.
د دغو ژمنو د کابو دوو کلونو له تیریدا سره سره د ایران او د اټومي تړون په هکله د اقداماتو او د دریځونو په زمینه کښې د امریکا متناقض کړچارونه له مخکې څخه ښکاره شوي دي.
د امریکا په غیر مستقیم ډول ګډون سره د ایران او د څلور جمع یوې ډلې ترمینځ په ویانا کښې د اوږدو خبرو اترو د اتو پړاونو له ترسره کیدا وروسته د ایران لخوا خپلو اټومي ژمنو ته د ایران د بیرته ستنیدا او د امریکا لخوا د ایران ضد د بایکاټونو د لغو کیدا په زمینه کښې موافقې ته د رسیدا په هکله له لومړنیو خوشبینو سره سره همدا اوس په دې زمینه کښې د شک او حتی د ناهیلۍ فضا موجوده ده.
په حقیقت کښې امریکا کوشش کوي چې د ویانا د خبرو اترو نتیجې ته د نه رسیدا په زمینه کښې غونډسکه د ایران ځمکې ته وغورځوي او تهران د اوسني نامعلوم حالت ګرم وبولي.
په داسې حال کښې چې ایران په ځلونو ځلونو خپلې غوښتنې په شفاف او واضح ډول بیان کړي دي او دا د جوبایډن حکومت دی چې په ظاهرا یا نه غواړي یا نشي کولای چې د ایران منطقي غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
د امریکا د ولسمشر بایډن حکومت عملا د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست د دوام په زمینه کښې د پخواني ولسمشر ټرمپ کړچار ته دوام ورکړی دی او له اټومي تړون د ورهاخوا غوښتنو د مطرح کولو په ترڅ کښې اساسا د ایران منطقي او قانوني غوښتنو ته د مثبت ځواب د ویلو لپاره ضروري اراده نلري.
دغه مسله په تیره بیا دې ته په پام سره چې د ریپلیکن ګوند ټولو غړیو او د ډیموکراټ ګوند ډیرو غړیو په کانګرس کښې له غور کولو پرته له ایران سره په هر ډول موافقې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی سخته شوي ده.
د ایران منطقي او قانوني غوښتنو ته په مثبت ځواب ویلو کښې د امریکا لالهاندۍ او څه وکړي او څه ونکړي ته په پام سره په ویانا کښې د بایکاټونو د ختمولو لپاره خبرې له تیرو څو میاشتو راهسې بندې شوي دي.
د جوبایډن حکومت د دغو خبرو اترو له پیل راهسې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د عملي نوښتو د وړاندې کولو پرځاې په ځلونو کوشش کړی دی د ایران او د روسیې په شان مختلف لوري د خبرو اترو د بهیر په سست کولو او د خبرو په لاره کښې په خنډونو جوړولو تورن کړي.
په دې سربیره امریکا د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي خوړلو باندې له اعتراف کولو سره سره هماغه راز په زمینه کښې ایران تورنوي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وايي هغه ګامونه چې ایران د یورانیمو د پخولو او د حقیقت د معلومولو د مکانیزمونو په هکله اخیستي دي ګټور نه دي او مونږ د اقتصادي دباو په زیاتولو سره ایران ته ځواب ورکړی دی.
د ایران پرضد مو بایکاټونه لګولي دي نور بایکاټونه هم لګوو.
همدا اوس داسې ښکاري چې اروپايي اتحادیه د اټومي تړون د احیا لپاره د بیړنیو اقداماتو د ترسره کولو په حال کښې ده او د ایران له خارجه وزیر سره د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزف بورل ټیلي فوني خبرې اترې هم په همدې لړ کښې ترسره شوي دي.
سره له دې د اټومي تړون په زمینه کښې د امریکا د اوسني کړچار له بدلیدا او د ایران د غوښتنو له منلو پرته د اټومي تړون احیا کیدل او د ایران لخوا د اټومي ژمنو دوباره اجرا کیدا به امکان ونلري.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل مونږ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک له صادریدا وروسته وښودله چې د ایران د ملت له حقوقو شاتګ نه کوو او که چیرې امریکا وغواړي خپل غیر رغنده کړچار ته دوام ورکړي نو ایران به متناسب ځواب ورکړي ، مونږ هماغه راز باوري یوو چې ډیپلوماسۍ تر ټولو مناسبه او تر ټولو ښه لاره او حل لاره ده.