IAEA   دې د خپلو ځوابونو لپاره سمه لاره کچ کړي
(last modified Mon, 20 Jun 2022 08:03:16 GMT )
Jun 20, 2022 12:33 Asia/Kabul
  • IAEA   دې د خپلو ځوابونو لپاره سمه لاره کچ کړي

 سعید خطیب زاده  نن پخپل اونیز خبری کنفرانس کې  دایران پریس خبریال دپوښتنې په ځواب کې  ووئيل ، تل زمونږ سپارښتنه دا ده چې  رافایل ګروسي دې د خپلو تخنیکي دندو په چوکاټ کې خبرې  وکړي .

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس په مخاطب کولو سره ووئيل،که کومه پوښتنه او یا ابهام لري، نو باید له سمې لارې ئې  تعقیب کړي .

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي له العربیه خبری چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  احیا لپاره  له ایران سره خبرې اترې بندون ته رسیدلي دي .هغه دخپلو وروستیو ادعاګانو په تکرارولو سره وئيلي دي ، د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس هڅه کوي چې په ایران کې د ځينوموجودو حقایقو توضیح ورکړي  او دغه آژانس  د هغو تخنیکي پوښتنو په باب  چې ئې مطرح کړي دي، له تهرانه ئې هیڅ ډول ځواب نه دی ترلاسه کړی .

 سعید خطیب زاده  نن پخپل اونیز خبری کنفرانس کې  دایران پریس خبریال دپوښتنې په ځواب کې  ووئيل ، تل زمونږ سپارښتنه دا ده چې  رافایل ګروسي دې د خپلو تخنیکي دندو په چوکاټ کې خبرې  وکړي .

خطیب زاده  زیاته کړې ده ، د ایران او د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  ګډه اعلامه  د مارچ په پنځمه نیټه  مکتوب او تعقیب  شوي ده ، که آژانس بیا هم کومه  پوښتنه او ابهام لري ،نو  دغه شان روده مناسبه  نه ده .

 د ایران دخارجه وزارت ویندوي روښانه کړې ده ،  دویانا دخبرواترو  لاره  چې تر دې دمه  کچ شوې ده ،  دډيپلوماسۍ اورګاډی  هماغه راز خپل کار ته دوام ورکوي . له کار ړنګونو سره سره  ایران تل هڅه کړې ، چې خبرې اترې پر مخ لاړې شي  او دا نوښت  د دوو خارجه وزیرانو  له لارې امریکا ته منتقل  او دلارې نقشه  ئې مشخصه کړې ده .  که امریکا درست بندیزونه  لیرې کړي  او  په چټکۍ سره او د ایران دنوښت په اساس عمل وکړي ، نو موافقه نهائي  کیږي .