مونږ یوه پياوړې، د تکیې وړ او پایداره موافقه غواړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117752-مونږ_یوه_پياوړې_د_تکیې_وړ_او_پایداره_موافقه_غواړو
شمخاني: مونږ اوس هم د یوې پياوړې، پایدارې او د تکیې وړ موافقې په لټه کښې یو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2022 03:43 Asia/Kabul
  • مونږ یوه پياوړې، د تکیې وړ او پایداره موافقه غواړو

شمخاني: مونږ اوس هم د یوې پياوړې، پایدارې او د تکیې وړ موافقې په لټه کښې یو

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د امریکې لوط ماتونې او له ایټمي موافقې یې غیرقانوني وتنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: مونږ سره له دې چې په برجام کښې مو په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی، اوس هم د یوې پياوړې، پایدارې او د تکیې وړ موافقې په لټه کښې یو.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي چارو مسئول جوزف بورل چې له ایراني چارواکو سره د خبرواترو په موخه تهران ته راغلی دی، پرون مازیګر یې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي او د معظم رهبر له استازي علي شمخاني سره ملاقات وکړ.

شمخاني په دغې کتنې کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقوقو د دفاع، د انرجۍ د امنیت د تامینولو او په نړیوال نظام کښې د پایداره امنیت په ټینګولو کښې د اروپايي اتحادیې کړنلارې ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې ثابتې سټراټیجۍ له مخې او د پام وړ مادي او انساني لګښت په کولو سره، په یادو برخو کښې کم ساري اقدامات ترسره کړي دي چې ګټه یې  نړیوالو په تیره بیا اروپايي ښاریزو ته رسیدلې ده.

هغه په سیمه او نړیوال نظام کښې د پایداره امنیت په رامینځته کولو کښې د ایران رغنده رول ته د اروپا په کمې پاملرنې باندې په نیوکې سره وویل: په خواشینۍ سره له ځینې داسې هیوادونو سره د اروپا سټراټیجکې اړیکې مخ په پراخیدو دي چې په نړۍ کښې د شر، ناامنۍ او حکومتي ترهګرۍ نمونې دي.

علي شمخاني په ایټمي موافقه کښې د امریکې بدعهدي او د اروپا بې عملي د ایران د خلکو لپاره یوه ترخه تجربه وبلله او زیاته یې کړه: په ایټمي برخه کښې د ایران جبراني اقدامات د امریکې یواړخیز پالنې او د اروپا نرمۍ ته یوازې یو قانوني او عقلاني غبرګون دی او ترڅو چې د لویدیځ غیرقانوني چلند بدل نه شي تر هغې به دوام ولري.

په دغه ملاقات کښې جوزف بورل هم د یوکرین له جنګ وروسته نړیوالو حالاتو او په نړۍ کښې د پایداره امنیت رامینځته کولو لپاره د هراړخیزو هلوځلو ضرورت ته په اشارې سره وویل: په روانو حالاتو کښې د ایټمي موافقې راژوندي کیدل په نړیوال نظام کښې ډیره مهمه امنیتي بریا ګڼل کیدې شي.

هغه د ټرمپ په سیاستونو باندې په سختې نیوکې سره چې د برجام له نړیوالو موافقې په یواړخیزې وتنې سره یې دغه موافقه تر نابودۍ ورسوله، څرګنده کړه: یوې ښې موافقې ته د رسیدو لپاره ټول لوري باید راتلونکي ته نظر ولري.

هغه وویل چې د بایډن حکومت په مختلفو وجوهاتو د برجام د ژوندې کولو لپاره موافقې ته د رسیدو په تکل کښې دی.