په دوحه کې د اسلامي ایران او ۱+۴ ډلې د هیوادونو تر مینځ خبرې اترې دوام لري
(last modified Thu, 30 Jun 2022 02:57:58 GMT )
Jun 30, 2022 07:27 Asia/Kabul
  • په دوحه کې د اسلامي ایران او ۱+۴ ډلې د هیوادونو تر مینځ خبرې اترې دوام لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چي د قطر په پلازمینې دوحه کې د ایران او د ۱+۴ ډلې د هیوادونو تر مینځ خبرې اترې په یوه جدي او مسلکي فضا کې روانه ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافی په ځینو رسنیو کې د دوحې د ناستې د پای ته رسېدو د راپورونو په غبرګون کې وویل: د دوحې دوه ورځنۍ غونډه لا پای ته نه ده رسېدلې، د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم مشر او د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کني د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مرستیال او د ویانا د مذاکراتو له ږغملوونکی انریکه مورا سره به خبرو اترو ته دوام ورکړي.

باقری کنی او انریکه مورا

د ایران د خارجه وزارت د ویاند په وېنا، ټاکل شوی و چي د دوحې غونډه دوې ورځې دوام وکړي لیکن د سلامشورو په نتیجه کې دواړو لورو د اختلافاتو د هوارولو په موخه د خبرو د دوام پرېکړه کړې.

د امریکې له لوري په ایران باندې د ظالمانه بندیزونو د نه لیري کېدو او همدارنګه د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس له لوري غیرعادلانه راپور او په واکمنه شورا کې د اسرائیلي رژیم په لمسون د ایران ضد د پرېکړه لیک د تصویبېدو د امله په ویانا کې د ایران او ۱+۴ ډلې هیوادونو تر مینځ خبرې اترې بندي شوې وي.

خو په وروستیو ورځو کې ایران ته د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل تر سفر وروسته، د هغه په غوښتنه د ایران او ۱+۴ ډلې د هیوادونو تر مینځ خبرې اترې له سره پیل شوې.

 

 

 

ټیګونه