د بایډن خبرې د واشنګټن د فتنې اچونکي سیاست دوام دی 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118564-د_بایډن_خبرې_د_واشنګټن_د_فتنې_اچونکي_سیاست_دوام_دی
امریکا یو ځل بیا له ایرانه د ویرونکي  ماته خوړلي سیاست ته په مخه کولو سره ، په سیمې کې د بحران جوړونې او  تاؤتریخوالي په رامینځةکونې پسې  شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 02:00 Asia/Kabul
  • د بایډن خبرې د واشنګټن د فتنې اچونکي سیاست دوام دی 

امریکا یو ځل بیا له ایرانه د ویرونکي  ماته خوړلي سیاست ته په مخه کولو سره ، په سیمې کې د بحران جوړونې او  تاؤتریخوالي په رامینځةکونې پسې  شوې ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوي  دجدې په غونډې کې  د جوبایډن د څرګندونو په شمول لویدیځي آسیا سیمې ته د  امریکا د ولسمشر په سفر کې دایران د اسلامی جمهوریت په ضد ځیني خپرۀ شوي تورونه او  ادعاګانې  مردودې  او چټي وبللې  او زیاته ئې کړه ، دغه چتي او له ملنډو ډکې  ادعاګانې   په سیمې کې د واشنګټن  دفتنې اچونکو او تاؤتریخجنو سیاستو  د دوام یوه برخه ده .

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړ ،  د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني ایټم بم د کارونکي لومړي هیواد،د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کې په دوامدار ډول  دلاسوهونکي ، د نیواک ،پوځي تیریو ،  او دغه راز په سیمې کې د پوځيتوب د دودونکي او د بې اندازې وسلو د پلورونکي  هیواد په توګه د امریکا مخینو ته په اشارې سره  ووئیل،امریکا یو ځل بیا له ایرانه د ویرونکي  ماته خوړلي سیاست ته په مخه کولو سره ، په سیمې کې د بحران جوړونې او  تاؤتریخوالي په رامینځةکونې پسې  شوې ده .

ناصر کنعاني  همداراز  له صهیونیسټي غاصب رژیمه  د امریکا دڅولسیزو ړاندۀ او  نامحدود ملاتړته په اشارې سره  زیاته کړې ده ،  بې شکه دامریکا حکومت دقدس او  فلسطین د ټاټوبی  دنیواک د دوام ، د فلسطینیانو په ضد ددغه وحشي رژيم د  هرې ورځې په جرم او جنایتونو  او دبشری حقوقو  د یوه سسټماټيک  خلاف ورزي کونکې  اصلی شریکه ده . 

د ایران دخارجه وزارت ویندوي  د ظالمانه بندیزونو دختمولو لپاره د خبرواترو پر دوام  د پابندۍ ،  او د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې  له سوله ایزې ایټمي ټيکنالوجۍ  څخه په استفادې کې د ایران داسلامی جمهوریت  پر ستراټژيک سیاست په ټینګار سره  ووئيل ، د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په باب دامریکا دروغجن تورونه او په ایرن پي ټي تړون کې  په نه غړیتوب د ټينګار کونکي په توګه د صهونیسټي رژيم  له څو لسیزو دوکو باندې ددغه  هیواد دسترګو پټول د امریکا د حکومت  دنفاق او توپیر سترې نښې نښانې دي .

ناصر کنعاني  د داخلی سیمه ایزو نوښتونو او له ګاونډیانو سره  دخبرواترو په هرکلي کې د اسلامی ایران  پر اصولي اورغنده سیاستونو په ټينګار سره  زیاته کړې ده ، تمه کیږي ، دسیمه ایزو ملګرتیاؤ او خبرواترو  لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت  بلنې او نوښتونو ته په ځواب کې دسیمې حکومتونه ،  دګډې پراختیا ، سولې او ثبات او  دډله ایز امنیت په ګټه رغنده ګامونه پورته کړي .