د سورئې بحران پوځي حل لاره نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118680-د_سورئې_بحران_پوځي_حل_لاره_نه_لري
 د تهران په کوربتوب او   د ایران ، روسیې اوترکیې د ولسمشرانو په شتون سره  د آستانې د  خبرواترو د ضامنو  هیوادونو اومه سرمشریزه بیګا ترسره شوه . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 00:54 Asia/Kabul
  • د سورئې بحران پوځي حل لاره نه لري

 د تهران په کوربتوب او   د ایران ، روسیې اوترکیې د ولسمشرانو په شتون سره  د آستانې د  خبرواترو د ضامنو  هیوادونو اومه سرمشریزه بیګا ترسره شوه . 

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران ، ترکیې اوروسیې ولسمشرانو په تهران کې د آستانې  دغونډې په پایزې اعلامیې کې  په دې په ټينګار سره چې  دسورئې شخړه ، هیڅ پوځي حل لاره نه لري ،  په ټولو شکلونو اومظاهر کې  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې لپاره  دملګرتیا پر دوام ټينګار وکړ .

 د تهران په کوربتوب او   د ایران ، روسیې اوترکیې د ولسمشرانو په شتون سره  د آستانې د  خبرواترو د ضامنو  هیوادونو اومه سرمشریزه بیګا ترسره شوه . 

 د آستانې خبرې اترې، په ۲۰۱۷ کال کې د ایران،روسیې  او دترکیې په ملګرتیا سره، د سورئې د شخړو  دحل کیدا او په دغه هیواد کې د  شپږکلن جنګ د پاي او د کنډوالو  او تباهۍ  د ختمولو په موخې سره  پيل شوې .  د آستانې د غونډې یا  د سورئې د سولې  دغونډې   لومړنی پړاؤ  د ایران ،روسیې او ترکیې په  شتون سره د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې په قزاقستان کې ترسره شوې.

 په راپور کې وئيل شوي دي ،د آستانې دخبرواترو په چوکاټ کې د دمشرانو په درې اړخیزې غونډې کې د ایران د اسلامی جمهوریت ، د روسیې فیډریشن او دترکیې جمهوریت د ولسمشرانو په ګډې اعلامیې کې  راغلي دي ، درې واړه هیوادونه (ایران ،روسیه ،ترکیه)د سورئې د عربی جمهوریت حاکمیت ، خپلواکه ،وحدت او مځکنۍ بشپړ تیا او همداراز د ملګروملتو د منشور د اصولو او موخو  په خپلې نه لړزیدونکي ژمنتیا  ټينګار  کوي او جوتوي چې  دغه  اصولو ته باید ټول احترام وکړي  او  له عاملانو ئې ورتیر هیڅ اقدام باید  دغه اصول  کمزوري نه کړي .

  دغه اعلامیه همداراز ، د هغو حملو پشمول چې  عمومي تاسیسات  په نښه کوي  او د بې ګناه  خلکو  مرګ ژوبلو  سبب کیږي ، دسورئې په مختلفو سیمو کې  له ډول ډول نامو سره  د اړونده   ترهه ګرو ډلو ټپلو  دشتون او فعالیت زیاتیدا په کلکه محکوموي  او  دسورئې له شمال سره  داړونده درستو تمهیداتو د بشپړ اجرا په ضرورت ټينګار کوي .

د آستانې دخبرواترو  دضامنو هیوادونو مشرانو ،د خپلواکۍ د نارواؤ  نوښتنو پشمول  له ترهه ګرۍ سره د مبارې په پلمه  د نوو میداني  واقعیّتونو د رامینځةکولو لپاره درستې هڅې باطلې ګڼي  او  له هغو درستو بیلتون غواړو ایجنډو سره  چې د  سورئې  د حاکمیّت او مځکنۍ بشپړ تیا  دکمزوری کولو په موخې سره  ترسره کیږي ، او همداراز د  له سیمې د ورآخوا نفوذیانو  او حملو له لارې  د ګاونډیو هیوادونو   دملی امنیت په ضد ګواښ حسابیږي ،هیڅکله هم د منلو وړ  ئې نه ګڼي .

ایران ،روسیې اوترکیې همداراز د تیلو له غیر قانوني نیواک او منتقلولو سره  او دهغو  له خرڅلاؤ څخه  دترلاسه شوو عایداتو  له منتقلولو سره ، چې له سورئې سره اړونده دي ،  خپل مخالفت اعلانوي .

ایران ،روسیې  او ترکیې  موافقه کړې و چې د ادلب  او په شاوخوا کې ئې د اسناني وضعیّت پشمول  دتاؤتریخوالو  دکمیدا په سیمې کې  د حالاتو دتل پاتې عادي کیدا څخه  د ډ اډمنیدا لپاره  لازیاتې هلې ځلې وشي . دوي همداراز په سورېئ کې   دا نساني شرائطو په باب  خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه ا و   هغه  درست یو اړخیز بندیزونه  چې   له نړیوالو حقوقو  او بشری حقوقو سره او دغه  راز د ملګروملتو  له منشور سره  په توپیر کې دي ،  په بشپړ ډول ردوي .

د سورئې پر حالاتو سربیره ،  د ایران ،روسیې او ترکیې ولسمشرانو  د ګډو سیاسی ، اقتصادي  ملګرتیاؤ د زیاتولو په خاطر  په مختلفو ډګرونو کې  د درو اړخیزو غږملتیاؤپه پیاوړتیا مشتمل پر خپلو ښو نیّتونو  او کلک هوډ هم  ټينګار وکړ .