ایران او پاکستان د شیانو د تعرفې په ختمولو ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په اسلام اباد کښې د پاکستان سفیر او د دغه هیواد د سوداګرۍ وزیر د دوه اړخیزه ملګرتیا د زیاتیدا او د تجارتي معاملاتو د اسانتیا لپاره د تهران او د اسلام اباد د تعرفې په لغو کولو یا کمولو ټینګار وکړ.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سید نوید قمر او په اسلام اباد کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني پرون په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د ګډ کمیسیون د یویشتمې غونډې د ترسره کیدا د غږملتیا په هکله چې ټاکل شوې ده د روان میلادي کال په اګست میاشت کښې په اسلام اباد کښې وشي د نظر تبادله وکړه.
دواړو لورو له هغو مشکلاتو سره سره چې ځینې دریمګړي لوري د هغوې اصلي عامل بلل کیږي له موجوده ظرفیتونو د ګټې د پورته کولو پرضرروت ټینګار وکړ.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سید نوید قمر په دغه کتنه کښې د ایران او د پاکستان د لومړني تخصصي نندرتون چې د اګست د میاشتې په څلرویشتمه او شپیږویشتمه نیټه په اسلام اباد کښې ترسره کیږي د پاکستان د حکومتي برخې ملاتړ اعلان کړ.
په اسلام اباد کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني هم وویل د پاکستان او د ایران ترمینځ د شیانو د تبادلې د تجارت اسانولو او پیاوړي کول او دغه راز د دواړو هیوادونو له ملي پیسو او کرنسیو ګټه پورته کول د تجارتي معاملو د ترسره کولو لپاره ضروري دي.
د ایران حکومت له تیرو میاشتو راهسې په ځلونو ویلي دي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د ګډې اقتصادي ملګرتیا د زیاتولو لپاره د ټولو ممکنو ظرفیتونو د فعالولو هڅه کوي په دې زمینه کښې یوه روده چې له هغې استفاده کیدلی شي په ګډو سرحدونو کښې د شیانو تبادله ده.