د مقاومت د چورلیز د ماشومانو غونډه سبا جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119160-د_مقاومت_د_چورلیز_د_ماشومانو_غونډه_سبا_جوړیږي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران اسلامي جمهوریت به سبا د مقاومت د چورلیز له ماشومانو سره د ملګرتیا او د ملاتړ لپاره د یوې غونډې کوربه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 07:39 Asia/Kabul
  • د مقاومت د چورلیز د ماشومانو غونډه سبا جوړیږي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران اسلامي جمهوریت به سبا د مقاومت د چورلیز له ماشومانو سره د ملګرتیا او د ملاتړ لپاره د یوې غونډې کوربه وي.

دغه غونډه به د مقاومت د چورلیز د هیوادونو د سفیرانو، د مقاومت د چورلیز د ماشومانو او د مقاومت د چورلیز د شهیدانو د کورنیو په ګډون سره په تهران کښې وشي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف به د دغه غونډې اصلي ویناوال وي.

د ایران په پارلمان کښې د مقاومت د چورلیز د ملاتړ د  فراکسیون مشر احمد حسین فلاحي په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د سبا ورځې غونډه د مقاومت د چورلیز په ماشومانو غور کوي؛ داسې ماشومان چې په تیرو څو کلونو کښې په فلسطین ، سوریې ، عراق او یمن کښې د صهیونیسټ رژیم او د داعش ډلې د زیات غوښتنې قرباني شوي دي.

فلاحي د صهیونیسټ رژیم په دړې وړې کیدا باندې د دغه رژیم اعتراف ته په اشارې سره وویل مونږ د مقاومت د چورلیز د ملاتړ لپاره اوږدمهاله پروګرامونه لرو او د اسرائیلو له مینځه تل د مقاومت د جبهې او د ایران د  اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې شامل دي.