د ایران قدرتمنو ځواکونو د امریکا رعب مات کړی
Jul 31, 2022 10:09 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پوځ د هوايي ځواک قومندان یوسف قرباني د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو اقتدار په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د رعب او د قدرت د ماتي سبب وباله.
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د یوه قدرتمن ځواک په توګه د دنیا د پوځي ډاکټرین په طراحۍ کښې مهم رول او اغیز لري.
قرباني دغه راز په فارس خلیج کښې د ایران د وسله والو ځواکونو د شپې مهال او هره ورځې پوځي مانورو ته اشاره وکړه او ویې ویل نن سبا نور د امریکا جنګي بیړۍ اعلانوي چې مونږ د جنګ کولو اراده نلرو.
ټیګونه