د ایران سمندري ځواک ملی اقتدار اوعزت په ویاړ سره ساتلی دی
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکي ټينګار وکړ،دپوځ سمندري ځواک داسې هیڅ یو هیواد نه دی پريښئ چې د ایران له اجازت پرته،په فارس خلیج کې شتون ولري.
امیرالبحر حبیب ا...سیاري د ایران دپوځ د سمندري ځواک د سمندري کمانډوزود روزونکي مرکز د کمانډوي ټرینینګ د اتلسم پړاؤ د فارغ التحصیلانو په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، دخرمشهر دمقاومت ۳۴ورځنۍ حماسه، د ثامن الائمه،بیت المقدس او والفجر عملیات او د تیلی پلیټ فارمونو او ټاټوګانو دفاع،د مروارید عملیات او دسمندري سکواډ څه دپاسه دوه سوه عملیات هغه ځلیدونکي مخینه ده چې دپوځ سمندري ځواک ئې په خپلې کارنامې کې لري.
د ایران دپوځ مرستیال غږملونکي زیاته کړې ده، سمندري ځواک اجازت نه ورکوي، هیڅ یو هیواد تر څو چې د ایران د اسلامی جمهوریت اجزات نه وي په فارس خلیج کې شتون ولري او دهیواد اقتصاد او سمندري اقتدار او عزت ساتلی دی او اوس هم دغې لارې ته په قدرت سره دوام ورکوي او په اقتدار او ویاړ سره په آزادو سمندري حدودو کې شتون لري.
امیر البحر سیاري همداراز ووئيل؛دنړیوال استکبار په مقابل کې دریدلي یوو او باؤري یوو د ظلم او استبداد په وړانډې دریدا، داسلامی انقلاب یو ارزښت دی.