د ایران دفاعي تجهیزات دمخه نیونکي قدرت دزیاتیدا لامل شوي
د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي صنعت داسلامی انقلاب له بریالیتوبه رانیولې تر دې دمه له وسلوال پوځ سره په نږدې ارتباط کې ،د هیواد لپاره په مختلفو مځکنیو ،سمندري،هوائي،توغندوي حوزو کې ډول ډول بریاوې ډالۍ کړي دي.
د ایران د اسلامی شورا مشر ددې خبرې په کولوسره چې د ایران دفاعي تجهیزات د هیواد داغیزشیندونکي مخه نیونې د قدرت دزیاتیدا سبب شوي دي ووئيل، دغه په ځان بسیاینه ،د عزت او غوړیدا سبب شوي او له ځان سره په ولس کې د ملی اعتماد زیاتیدا هم لري.
د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي صنعت داسلامی انقلاب له بریالیتوبه رانیولې تر دې دمه له وسلوال پوځ سره په نږدې ارتباط کې ،د هیواد لپاره په مختلفو مځکنیو ،سمندري،هوائي،توغندوي حوزو کې ډول ډول بریاوې ډالۍ کړي دي.
محمد باقر قالیباف نن په تهران کې د ایران ددفاعي صنعت دنندارتون په څنډې کې ددې خبرې په کولو سره چې د دفاع وزارت او وسلوال پوځ اوسنی هڅه، دمخه نیونې او له په وړاندې جنګونو دمخنیوي لپاره تضمین دی،ووئيل،ا یران داسلامی جمهوریت دفاعي نظریه ، دسولې او ثبات ټينګیدا او د مستضعفانو دفاع ده او په هیواد پراخولو پسې نه یوو،البه هر شرارت او یرغل لپاره غاښ ماتونکی ځواب لرو،نو ځکه ددفاعي صنعت حرکت یو هیله منونکی حرکت دی.
قالیباف ددې خبرې په کولو سره چې د مخه نیونکي ، دفاعي پوځي قدرت د زیاتولو او هر ډ ول شرارت او یرغل ته کلک ځواب په باب د پياوړي او قدرتمند ایران لپاره سمارټ ،نرم او سخت آوزاري قدرت ته اړتیا لروروښآنه کړه،البته باید په دې پوهه شو او ایمان ولرو چې د مونږ دفاعي نظریه او اساس ولس دی او د ولس باؤر او زړۀ،په هیواد کې د مونږ د ویاړ او پیاوړي کیدا ضمانت کونکی دی.