دښمنان د یمن جنګ د اقتصادي جنګ په لور بیايي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120860-دښمنان_د_یمن_جنګ_د_اقتصادي_جنګ_په_لور_بیايي
د ایران د اسلامي شورا مشر د انصار ا... غورځنګ د ویاندوي په کتنه کښې وویل چې دښمنان د یمن جنګ د یو اقتصادي جنګ په لور بوخی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 01:33 Asia/Kabul
  • دښمنان د یمن جنګ د اقتصادي جنګ په لور بیايي

د ایران د اسلامي شورا مشر د انصار ا... غورځنګ د ویاندوي په کتنه کښې وویل چې دښمنان د یمن جنګ د یو اقتصادي جنګ په لور بوخی

د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاندوي محمد عبدالسلام پرون په تهران کښې د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) له مشر محمد باقر قالیباف سره ملاقات وکړ.

ښاغلي قالیباف د انصار ا... غورځنګ د ویاندوي په کتنه کښې وویل: دښمنان په یمن کښې خپل جنګ د اقتصادي جنګ په لور ټیل وهي ترڅو وتوانیږي خلک پوزې ته راولي او هغه څه چې به ستونزو باندې د برلاسي لامل کیدې شي، د میړانې، صبر او مقاومت د روحیې پیاوړې کول دي.

د ایران د پارلیمان مشر په دغې کتنې کښې زیاته کړه: د هغو رپورټونو او صحنو ټولګه چې لیدل کیږي، د یمن د ولس او هم داشان د جنګیالیو د جهاد، اودریدنې، شهادت او سرشیندنې د روسیې بیانونکې ده.

په دغې کتنې کښې د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند هم وویل: یمن له ډیرو سختو حالاتو تیریږي او په ستومانه کونکي جنګ کښې ګیر دی البته په دې کلونو کښې د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د خلکو په وړاندې یو حکیمانه دریځ لرلی دی.

محمد عبدالسلام زیاته کړه: دښمن مخکښې فکر کوه چې په یمن کښې به یوه اسانه جګړه ولري خو د یو روښانه آرمان د لرلو په برکت وتوانیدو چې د دغه تیري په وړاندې اودریږو.

هغه هم داشان وویل چې د یمن په خلکو باندې د دښمنانانو د ظالمانه تیري نزدې اته کاله وشول او دښمن په خپله داده شوی چې ماته یې خوړلې له بندون ته رسیدلی دی او اوس یې د یمن اقتصادي محاصرې ته مخه کړې ده.