د ایران د ایټمي پروګرام په باب د IAEAوروستۍ ادعا هیڅ حقوقي اساس نه لري
(last modified Wed, 14 Sep 2022 01:06:24 GMT )
Sep 14, 2022 05:36 Asia/Kabul
  • د ایران د ایټمي پروګرام په باب د IAEAوروستۍ ادعا هیڅ حقوقي اساس نه لري

 د ایران د ایټمي انرژۍ د  ادارې ویندوي بهروز کمالوندي  ووئيل، د ایران د سوله ایز ایټمی پروګرام  په باب دایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  د ادعا وړ  څارونکي خلا یا تشه حقوقی اساس نه لري.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،بهروز کمالوندي د ایران د سوله ایز ایټمی پروګرام په باب د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافائل ګروسي  ځينو څرګندونو ته په ځواب کې  ووئيل،  دنظارتي خلا  دشتون خبره او دا چې دغه خلا ورځ تر بلې لا زیاتیږي ،هیڅ حقوقي اساس نه لري،ځکه هغه څه چې اوس نه ترسره کیږي د ایران او ۵+۱ډلې  ترمینځ  شوي نړیوالې ایټمی موافقې سره اړونده دي چې په  موافقې کې تعریف شوي او همداراز د ایران د ملت د ګټو د خوندي ساتلو او دبندیزونو دلغوه کیدا لپاره دایران داسلامی شورا  دسټراټژيک اقدام  دقانون په اساس  د بیرته ټينګیدا په چوکاټ کې دي ، د ژمنو لورو د ژمنتیاؤ د ارا او بندیزونو  ختمیدا ته ضرورت لري.

د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي  دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د ادعا وړ دورو ځایونو دموضوع په باب روښانه کړه ،ایران ددغو درو ځایونو په باب له آژانس سره ترډیره حده ملګرتیا کړې ده،اطلاعات او د آژانس دپوښتنو ځوابونه ئې  ورلیږلي دي او د ابهام دختمولو لپاره خبرې اترې هم شوي دي.

کمالوندي ټينګارکړی،آژانس باید دصهیونیسټي رژيم د جوړو شوو سندونو په اساس،چې په خاصو سیاسی موخو سره ئې  آژانس ته  ورکول کیږي، دهغو په اساس قضاؤت او نظر اعلان نه کړي ،دغه ډول قضاؤت دتخنیک پالنې  او  بې پلویتوب داصل په خلاف  ده .

رافایل ګروسي  په همداوروستیو کې په یوه راپور کې ایران دسیف ګارډز  د باقي پاتې مسئلو په باب  له آژانس سره د تعامل اوملګرتیا نه کولو باندې تور کړی دی. کمالوندي په ډاګه کړې ده ،آژانس دې له ایرانه دا توقع نه کوي چې ګوندې له ژمنتیاؤ ورآخوا دې ددوي غوښتې پوره کړي تر څو چې د مقابل لوري ژمنتیاوې پوره شوي  او بندیزونه لغوه شوي نه وي،ایران به د خپلو اړونده مقرراتو او قواعدوپه اساس له دندو ورآخوا هیڅ  اقدام ونه کړي.

 

ټیګونه