د ایران او چین ولسمشرانو کتنه او خبرې اترې وکړې
Sep 16, 2022 12:49 Asia/Kabul
ښاغلي رییسي همداراز له دې مخکې د روسیې له ولسمشر ، د پاکستان له لومړی وزیر ، د تاجیکستان ، قزقیزستان ، سپینې روسیې له ولسمشرانو او او د شانګهای د ملګرتیا سازمان له عمومي منشی سره کتنه او خبرې اترې کړی وې .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د شانګهای د ملګرتیا سازمان د غونډې په ترڅ کې د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره کتنه او د دلچسپۍ وړ موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې .
ښاغلي رییسي همداراز له دې مخکې د روسیې له ولسمشر ، د پاکستان له لومړی وزیر ، د تاجیکستان ، قزقیزستان ، سپینې روسیې له ولسمشرانو او او د شانګهای د ملګرتیا سازمان له عمومي منشی سره کتنه او خبرې اترې کړی وې .
د اسلامي ایران ولسمشر به نن له څو کتنو وروسته له تاشکند ، تهران ته راستون شی .