نن په فارس خلیج کښې د ایران پوځي رسم ګذشت ترسره کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف د فارس خلیج په سواحلو او بندر عباس سیمه کښې د وسله والو ځواکونو او د خلکو د څوارلس سوه څلورڅلویښتو کشتیو په ګډون سره د سمندري رسم ګذشت د ترسره کیدا خبر ورکړ.
هغه پرون وویل د ایران د سپیڅلي دفاع د اونۍ له پیلیدا او د هغه وخت د عزت رامینځته کونکي پړاو کښې د ایران د ملت د غیرتمنو بچیانو د زړورتیا او د مجاهدتونو د یاد او خاطرې له لمانځل کیدا سره په یووخت نن سهار د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په مسئولیت سره په بندر عباس کښې سمندري رسم ګذشت ترسره کیږي.
سردار شریف وویل د ایران د وسله والو او بسیج ځواکونو غوره شوي کشتۍ به د هرمز په سټراټیژیکې اوبلارې او په فارس خلیج کښې د ایران د اسلامي انقلاب سمندري اقتدار نندرې ته وړاندې کړي.
هغه وویل د کشتیو له رسم ګذشت سره په یووخت به د ایران د پوځ او د سپاه پاسداران د هوايي ځواک جنګي الوتکې هم هوايي رسم ګذشت ترسره کړي.
نن د پنجشنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې دوه ویشتمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد دعراق د بعث رژيم د تپلي جنګ د پیلیدا له کلیزې سره سمون خوري.