نن د یاران مهدي(ع) او د یاوران رهبري لاریون کیږي
(last modified Tue, 04 Oct 2022 23:28:07 GMT )
Oct 05, 2022 03:58 Asia/Kabul
  •  نن د یاران مهدي(ع) او د یاوران رهبري لاریون کیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د وروستیو بلواو د غندنې او د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د ساتنې لپاره د یاران مهدي (عج) او د یاوران رهبري » په نوم لاریون نن د تهران د خلکو د بیلابیلو پرګنونو په ګډون سره ترسره کیږي.

د یاران مهدي (عج) او د یاوران مهدي »لاریون د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت له کلیزې سره په یووخت نن په تهران کښې ترسره کیږي.

د مهسا امیني د مړینې په پلمه په تیرو څو ورځو کښې بلواګرو کسانو د ایران د اسلامي انقلاب ضد او  دښمنو رسنیو په لمسون سره د ایران په ځینو ښارونو کښې په واټونو ته راوتلو سره عمومي ځایونه وران کړي او بانکونو، ګاډو او امبولانسونه ته یې اورونه واچول او یوشمیر کسان یې په ډزو او چاقووانو باندې شهیدان هم کړل.

امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، سعودي عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه د ایران په بلواو کښې لاسونه لري.

په ایران کښې له بلواګرو سره د امریکا جوړې وسلې نیول شوي دي.

نن د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۱هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له اتمې نیټې او د امامت او د ولایت د اسمان د یولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

د دوه سوه پنځوسم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په اتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم یو پاک لمسی امام حسن عسکري علیه السلام د عراق په شمال کښې په سامرا ښار کښې شهید کړی شو.

 

ټیګونه