Oct 17, 2022 05:10 Asia/Kabul
  • د جوبایډن څرګندونې له انساني حقوقو اوسولې ددفاع ادعادروغ ثابتوي

د امریکا  ولسمشر جوزف بایډن د شنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي،د مهسا امینی په مرګ د ایرانیانو دغبرګون په څرنګوالي حیران شوی دی. بایډن دغه راز مدعي شوی ،دغه مظاهرې  هغه څه رابیدار کړي دي چې  تر ډیرې  اوږدې مودې پورې به غلی نشي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د امریکا د وروستي شیطنت په غبرګون کې ووئيل، په ایران کې له ناکراریو ،ترور او بلواؤڅخه په ملاتړ کې د امریکا د ولسمشر نظر څرګندونو یو ځل بیا  له انساني حقوقو،امنیت او سولې څخه دملاتړ   د ادعاګانو دروغجنیدا ثابته کړه.

 په ایران کې  مهسا امیني د مړینې په پلمه د وروستیو بلواؤ راپورته کیدا  یو ځل بیا سبب شوې څو  د ایران د اسلامی جمهوریت دښمنان ورڅخه د ایران په داخلی  چارو کې د لاسوهنې او د لازیاتو بلواؤ ته دلمسونې  لپاره  د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.

د امریکا  ولسمشر جوزف بایډن د شنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي،د مهسا امینی په مرګ د ایرانیانو دغبرګون په څرنګوالي حیران شوی دی. بایډن دغه راز مدعي شوی ،دغه مظاهرې  هغه څه رابیدار کړي دي چې  تر ډیرې  اوږدې مودې پورې به غلی نشي.

 زمونږخبریال راپور راکړ ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون دحکومتی کابینې په ناستې کې دې ته په اشارې سره چې  د سیمې  د ورانکاریو،ترورونو او بلواؤ په لازیاتې ریښو موندنې کې  دامریکا رول اوشیطنت پیداکیدلی شي، روښانه کړه،په فلسطین کې د وحشي  ډوله صهیونیسټي رژيم له جنایتونو څخه تر اویاؤ کلونو پورې او دغه راز په افغانستان کې د امریکایانو پخپلو تیریو او خباثتونو په دوو لسیزو مودې کې اوڅاره جنایتونه  د سترې شیطاني امریکا ځيني اقدامات دي.

ابراهیم ریئسي  ددې خبرې په کولوسره چې  امریکایان  د  ایران د ملت په هر ښه  او نوښتي او خلاقانه حرکت باندې سربداله  او غوسه کیږي او همداراز  په لټَیویا مشکلاتو او همداراز په ناکراریو خوشالیږي زیاته کړه،د ایران بصیر ملت دښمن او د هغو چلولونه په ښه توګه پیژني  او دې ځل  هم  دوي خپلو سپیرو موخو ته په رسیدا کې ناکاموي او د خپل پرمختګ او ودې لاره ته په قدرت اوعزت سره   دوام ورکوي. د اسلامی ایران ولسمشر  په وحدت رامینځةکونکو، ددفاع وړ او په  زړه پورې او فصیحو څرګندونو سره په ټولنې کې هیله رامینځةکونې ،دحکومت د کابینې  او مسئولانو اصلي او غوره ماموریت او دنده وبلله او وې وئیل،  دښمن په وروستیو  پیښو کې  د ناامیدۍ اونهیلیتوب په القاء پسې دی او باید  دخلکو دمشکلاتو دحل او دچارو د پرمخ بیولولپاره په اغیزشیندونکو اقداماتو سره  ددښمن له دغې دسیسې سره مقابله  وکړو.

 

ټیګونه