ایران به ډیر زر په اروپايي کسانو او ارګانونو متقابل بندیزونه ولګوي
ایران: ډیر زر به د اړونده اروپايي اشخاصو او ارګانونو خلاف متقابل بندیزونه اعمال او اعلان شي
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ځینو ایراني مسئولانو او ارګانونو خالف د یواړخیزه بندیزونو په لګولو کښې د اروپايي اتحادیې د خارجه وزیرانو د شورا پریکړه په کلکه وغندله او ویې ویل: ډیر زر به د اړونده اروپايي اشخاصو او ارګانونو خلاف متقابل بندیزونه اعمال او اعلان شي.
د ویلو ده چې د اروپايي اتحادیې د خارجه وزیرانو شورا پرون د اخلاقي امنیت د پولیسو او د ایران پر پولیسو او د هغه په ځینو مدیرانو او هم داشان په ۱۱ شخصیتونو باندې د بشري حقوقو د مسائلو په پلمه بندیزونه ولګول.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني بیګا دغه فیصله په کلکه وغندله او هغه یې د نړیوالو حقوقو د خلا ورزۍ او د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې څرګند مصداق وباله.
ناصر کنعاني ټینګار وکړ: د ایران ستر ولس له دې مخکښې اروپايي اتحادیه او د هغې غړي د بې عملۍ او د امریکې د زیات نه زیاتو غیرقانوني بندیزونو سره د ملګرتیا په وجه د بشري حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزي کونکي معرفي کوي.