په نړیوالې ایټمی موافقې کې دبندیزنو ختمیداروښانه شوې نه ده
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ترڅنګ،ایران د جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د لاس درلودلو په دلیل د سپاه پاسدارانو له لیسټه د شپیتو امریکایانو د نامې د ویستلو په باب د امریکایانو له غوښتې سره مخ شوی،خو دغه غوښته بې ځایه وه او دا د ایران د اسلامی جمهوریت سره کرښه ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د بندیزونو دختمونکو خبرواترو د ترټولو وروستي وضعیّت په تشریح کولو کې ووئيل، په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې یو مشکل دا دی چې ژمنې په روښانه توګه مشخصې شوي،خو دبندیزونو ختمیدل په روښانه توګه نه دي بیان شوي.
مهر خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایټمي خبرواترو کې یوې ښې او تل پاتې موافقې ته رسیدا، د اسلامی ایران موخه وبلله او زیاته ئې کړه ، ایران هغه مهال جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ګرځي چې د تضمینونو د پام وړسطح په اختیارکې ولرل شي.
امیر عبداللهیان روښانه کړې ده ایران هرې یوې موافقې ته په هر تاوان سره حاضر نه دی،بلکې په یوې د اسې منطقي موافقې پسېئ دی چې دهیواد ګټې تامین کړي.
د ایران خارجه وزیر همداراز له ایرانه دامریکایانو ناسمې غوښتې ته په اشارېئ سره ووئیل، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ترڅنګ،ایران د جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د لاس درلودلو په دلیل د سپاه پاسدارانو له لیسټه د شپیتو امریکایانو د نامې د ویستلو په باب د امریکایانو له غوښتې سره مخ شوی،خو دغه غوښته بې ځایه وه او دا د ایران د اسلامی جمهوریت سره کرښه ده .
امیر عبداللهیان داوکراین د جنګ په موضوع کې هم ووئيل،د اوکراین او روسیې دجنګ په دوهمه میاشت کې اوکراین له ایرانه وغوښتل چې له روسیې وغواړي ، اوربند دې و کړي. هغه ټينګار وکړ،ایران د روسیې او اوکراین ترمینځ د اوربند دټينګیدا او دخبرواترو میز ته دواړو هیوادونو د کيښناولو لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکوي،خو لویدیځوال هماغه شان دجنګي وسلو لیږدته دوام ورکوي.