نوښتونه(55)
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني پنځه پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغې لړۍ کې د ایران داسلامی جمهوریت د ورورستیو علمي ،کلتوري،هنري او اقتصادي پيښو اوترټولو وروستیو بریاؤ په باب درسره غږیږو،نوهیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو په ۲۰۲۱کال کې د مهندسي شوو چینجیو(worms) په مرستې سره په سرطان د ککړتیا د نوي تشخیص دیوې آزموینې د پراختیا خبرونه خپرۀ شول. دغه ټسټ د یوې قطرې میتیازو په مرستې سره د پنکریاس سرطان د لومړنیو نښو نښانو د معلوملو جوګه ؤ.
اوس د اوزاکا پوهنتون څیړاند متوجه شول،دغه د نری شال په څير میکروسکوپي چینجیو خاص ډول سرطاني سلولونه له مینځه وړلی شي.ددې لپاره باید چینجي د هائيډرو جیل په پوښونو سره پټ شي څو ددغو چینجيو منیجمینټ (مهندسي)وکړائ شي . په ورپسې مرحلې کې چینجي د سرطانی ضد درملو باندې دمنتقلولو وړتیا درلودلی شي. په دغو چینجیو کې یو ډول، د نري شال یا پرَدې ډوله چینجی (Anisakis simplex) نومیږي ، چې ډيره زیاته ورکوټې مایکروسکوپی حشره ده چې په سمندر کې ژوند کوي او له سرطاني سلولونو سره ډيره لیوالتیا لري.
ددغې څیړنې د لومړني محقق او څيړاند ویلدان مبارک په وینا،د راپورونو په اساس دغه چینجی(Anisakis simplex) سرطان حس کولی شي. دغه موجود په زیات احتمال سره د سرطان د پيژندلو یا موندلو وړتیا لري او په ککړو جوړښتونو پورې ښخیږي. په همدې دلیل مونږ له خپلې خوا پوښتنه کوو،چې آیادغه چینجی د انسان په بدن کې ککړو سیلولونو ته په مستقیم ډول سرطاني ضد درمل منتقلولی شي او که نه ؟
څيړاندو فیصله وکړه،پر دغو چینجیو د هیډروجیل لایو یا پرَدو د کارولو لپاره یو سسټم وارزوي . په دې رودې کې ددې لپاره چې چینجي د سرطان ضده مواد وړلی او ژوندی پاتیکیدلی شي، د دوي پر بدن باندې دغه ژیل(هیډروجیل)ولګول شي . دغه ټول بهیر او طریقه تر شلو دقیقو پورې وخت اخلي.
د دغې څيړنې د یوۀ لوړپوړی مؤلف شینجي ساکا په وینا، نهائي نتیجه ډيره واضحه وه. د هیډروجیل یا ژیل لائېو (ورقو) په عملیاتو کې هیڅ دخالت ونه کړ او تر نرمښت حده وو څو د کیمیکل سیګنلونو او بوئد موندلو لپاره دچینجیو طبیعي توانمنۍ وساتي.په ورپسې مرحلې کې څيړاندو سرطاني ضده مواد وکارول.د معمول په اساس دغه مواد پيرازیټک چینجیو (Parasitic worms) ته تاوان رسوي ،خو په دغې آزموینې کې موجودات د هیډروژل د لایو په مرستې سره خوندي ساتل کیږي.څیړاند متوجه شول، د دغو چینجیو چې منیجمنټ(مهندسي) ئې شوی دی، درمل ځاي په ځاي کولی شي څو سرطاني سیلولونه له مینځه یوړل شي .
په همداوروستیو کې ناسا د جیمز وب فضائي ټيلسکوپ په وسیله اخستل شوی لومړنی رنګین عکس خپور کړی چې له کائناتو(the universe) رانیولې تر نن پورې تر ټولو ژور تصویر او ترټولو واضح سور اورکټ (Infrared) ماډل دی . دغه تصویر په یوه چوکاټ یا قاب کې په زرګونو کهکشان ښکاره کوي. د ناسا د اعلان په اساس،دا د غوړیدلي نړۍ یوازې یوه ټوټه ده چې نسبتا پر مځکې د یوې شَږې(واړۀ کاڼي)تر ندازې ده .اخستل شوی انځور، د څلورو فضائي ټيلسکوپي آوزارو کې د یوه آوزار له مشاهداتو څخه د دولس اعشاریه پنځه هاؤرس په اساس جوړشوی دی. په حقیقت کې دغه عکس د NIRCam ټیلسکوپ آوزار په وسیله ثبت شوی دی.
هغه تصویر چې خپور شوی دی،د ۰۷۲۳SMACS کهکشان غونچې سره اړه لري. د ناسا د راپور په اساس،د ترټولو نوراني آسماني جرسومو پشمول په زرګونو کهکشان د لومړي ځل لپاره د سرۀ مدون(Red Madon) په نور کې لیدل شوی او اوس د جیمز وب ټیلیسکوپ په لرلید کې واقع دی . دغه کهکشان د آسمان یوازې ډيره واړه برخه جوړوي. دغه کهکشان د مځکې د څلوراعشاره شپږ میلیارد نوري کال په واټن کې قرار لري . د دغه کهکشان ترکیبی جرسومه د جاذبې لنز یا د کشش ثقل لنز(Gravitational lens) په څير عمل کوي او ډير لیرې پراته کهکشانونه په ځان پسې ډير لوي بریښوي . د جیمز وب ټیلسکوپ NIRCam آوزار،دغه لیرې پراته کهکشانونه په ډیر دقت سره څيړي. دغه کهکشانونه ډ ير کم نور لرونکي او واړۀ جوړښتونه لری چې له دې تر مخکې پورې هیڅکله هم نه دي لیدل شوي .
په یوې هغې مطالعې کې چې د تهران پوهنتون دعلومو د پوهنځي د حیاتیاتو یا بیالوجي پوهنځي یا فیکلټي(Faculty of Biology) د پروټين بایو ټيکنالوجۍ په څيړنیز آزمیښت ځاي (PBRL) کې د ډاکټر زهره خوشکام د رسالې په چوکاټ کې ، دتهران د طبي علومو دپوهنتون د هواککړتیادڅيړنیز مرکز په ملګرتیا سره ترسره شوي،د آلزایمر په ناروغۍ کې د ډيرو دخیلو مالیکیولوي او سیلولي لارو چارو په القاء کولو کې د ښارونو دهوا د ککړولو ورانونکې اثرات پيژندل شوي دي.ددغې څيړنې نتیجې، په خاصه توګه د عصبی زوال دناروغیو په رابرسیره کولو کې د یوه ګډ او اصلي خطرناک عامل په توګه د هیپوکسي(Hypoxia ) په القاء کې، د ککړو ښارونو په هوا کې د ترټولو خطرناکې ککړې برخې په توګه د (PM 2.5 ) معلقو یا ځوړنده واړو واړو ذرو پر رول دلالت کوي.
ددغه راپور په اساس دنړۍ په ککړو ښارونو کې له حده زیاته ککړتیا،ددغو ښارونو اوسیدونکي له ذرو ډکو په دغو ککړتیاؤ کې په ژوند کولو له امله د مغزي ناروغیو باندې دککړتیا له جدي خطرې سره مخ کوي. ددغو څيړاندو په وینا، له کومې جنیټيکي مخینې پرته او په انفرادي توګه (individually) له پنځه شپیته کلنۍ په زیات عمر کې د عصبی زوال دترټولو خوریدونکي ناروغۍ په توګه په آلزایمر بیمارئ د ککړتیاؤڅه دپاسه پنځه نوي فیصده موردونه، د ککړو ذرو او چاپيریالي عواملو په اغیزو سره په دغې ناروغۍ ککړیږي.
ددغه تحقیقاتي ټيم څيړنو په دنیا کې په لومړي ځل پر هیموګلوبین پروټينو (Hemoglobin protein)باندې په بائيو کیمیکل او بائيو فیزیکل رودو سره دمختلفو مطالعاتو په ترسره کولو سره وښودله چې دغه پروټين له PM 2.5 ) ) ذرو سره په اوږمهاله او لنډمهاله مودې کې په مخامخیدنې کې له اکسیډيټو تاوان (Oxidative damage) سره مخامخ کیږی او د شکل جوړښت ئې بدلیږي.په نهایت کې په دغو پيښو پسې د هیموګلوبین پروټينز هم له مینځه ځي چې دغه لاس ته راوړنه، په پرؤ ، چین، او تایلینډ هیوادونو کې دترسره شوو مختلفو ایپيډمیولوجیک مطالعاتو له هغو نتیجو سره سمون خوري، چې د ډيرو کسانو په وینې کې د هیموګلوبین دپنډوالي په کمیدا او د وینې د کمیدا(anemia) په زیاتوالی کې ئې،له PM 2.5 ) ) ذرو سره دمخامخیدنې اغیزې څيړلي دي .
ددغې څيړنې لومړنۍ نتیجې ئې د Science of Total Environment په معتبرې خپرندوئې کې خپرې شوي دي .
دوستانو همداراز په یوې بلې بریا کې،د ایران څيړاندو یوې ډلې د خپلو همکارانو په مرستې سره،په تودوخې د لمر دنور دبدلولو د وړتیاؤ دزیاتولو لپاره په ارزان بیّه او آسانه روده ایجاد کړې ده .
شمسي حرارتي ټیکنالوجي،د لمر د انرژۍ پر موقتي خاصیّت (Intermittent) دغلبې لپاره په یوه آسان اوعملی رودې (پي سی ایم)دفیزر(Phaser)په بدلونکو مشتمله ده . په بله معنا،تل دغې انرژۍ ته دلاس رسي امکان ممکن نه وي او ددغې ټيکنالوجۍ په مرستې سره د لمر وړاندې یا رڼا د تودوخې په شکل سره زیرمه کیدلی شي. په عین حال کې،د وړانګو د ګرموَلو دبدلولو کمزوری توان او د جوړولو پیچلي بهیرونه، د پي ایم سی عملی کارندوالي خنډ شوي دي.
په همدې لړ کې د ملایشیا د پوهنتون دامیر رضا اخیاني ،دډنمارک د تخنیکي فنی مهندسئ دپوهنتون دمهدی مهرعلی او په هالینډ کې د ټوئينټه پوهنتون د محمد مهر علی په ملګرتیا سره، په ایم ایف سیلانایزډ شوي ملامینیک فوم سره د ګرافن آکسایډ(Graphene oxide) د غبرګون له لارې د آسانې،یو شان او نانو پلاکټ ګرافن (جی این پي) پياوړي او محکم مونټیج لپاره،یوه نوی روده معرفی شوي ده.سیلان ګیس یو بې رنګه، زر اور اخستونکی،بدبویه ګیس دی او سیلانایزډ شونه هم د آلکوکسیسیلان مالیکیولو(Alkoxysilane molecules) له یوې عاملې ډلې سره د سطحې د پوښلو په معنا ده.
په دغې څيړنې کې د څڅیدلو آ مینو سیلوکسان لا یه و نه یوازې د برابرې شوي نانو پلیټونو(جی او/جی این پی)په یوبل پسې ښخول او سریښوالی ئې نه یوازې لوړ شوی دی،بلکې د کیمیکل ترکیب د لارې له مخکینیو څیړنو سره په پرتله کې ئې لاآسانه کړې ده. په اولیّلامین(کیو اې)سره د ګرافن آکسایډ له کمیدا وروسته ، په یوه بل پسې ښخ په یوه چینل سره د جی این پی /جی اوترکیبي فومونه ترلاسه شول . پي سی ایم چینلونه د هیبرائيډ په جوړښت کې د پرافین(پي ډبلیو) موم د یوځای کیدا له لارې برابر شول، چې په دې وسیله د لمریزې تودوخې زیرمه کول ئې تر دوه نوي اعشاره دوه فیصدو ته رسیدلي دي.
(سیماب)
-*******************************************************************************************************************************************************