دښمن د ایران د علمي چټکتیا د اودرولو په لټه کښې دی
(last modified Thu, 20 Oct 2022 10:49:11 GMT )
Oct 20, 2022 15:19 Asia/Kabul
  • دښمن د ایران د علمي چټکتیا د اودرولو په لټه کښې دی

سردار سلامي: د پوهنتونونو د بندولو لپاره د دښمنانو هلې ځلې د ایران د علمي ګړندیتوب د مخنیوي په لړ کښې دي

د ایران اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په پوهنتونونو کښې د دښمن تحرکاتو ته په اشارې سره وویل: د پوهنتونونو د بندولو لپاره د دښمنانو هلې ځلې د ایران د علمي ګړندیتوب د مخنیوي په لړ کښې دي

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان حسین سلامي نن د قم ښار په قدس نومې مصلی کښې له پوځي، امنیتي او پولیس ځوکونو په ملاتړ کښې د علمي حوزې د علماؤ، استاذانو او طلابو په سترې اجتماع کښې وویل: د امریکې نسخه زمونږ د پوهنتونونو او ښوونځیو د بندولو لپاره ده او پوهیږي چې له دغو ځایونو څخه علم او پوهه راټوکیدلې دي او ایران سترو بشري لاسته راوړنو ته په رسیدو دی.

جنرال سلامي وویل: نن سبا په دې حساس پړاؤ کښې د ایران د انقلاب، نظام، ولس او هیواد خلاف د نړیوالو احزابو د جنګ کتونکي یو چې په کښې د نړۍ لوې او واړه شیطانان او د نن سبا ټولې سیاسي او رسندوي امپراطورۍ، سیاسي بایلونکي او تیر ټول کنګل شوي عناصر او بهیرونه له سوړو راوتلي او که څه هم زړونه یې متفرق دي خو په ظاهره یوموټي دي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دوام کښې وویل: دښمنان راغلي وو چې زمونږ ولس وویروي او له خپل تاریخ او اعتقاداتو یې جلا کړي او د نظام په مقابل کښې یې اودروي خو چورلټه ماتې یې وخوړه.

هغه ټینګار وکړ چې دښمن د ایران د ولس خلاف هر حرکت وکړي، څو چنده تاوان به وزغمي.