کرج کښې وسله والو بدماشانو په پولیسو حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123118-کرج_کښې_وسله_والو_بدماشانو_په_پولیسو_حمله_وکړه
د تهران لویدیځ اړخ ته په پروت کرج ولایت کښې یوشمیر بدماشانو عامه اموالو ته د تاوان رسولو په ترڅ کښې څو تنه پولیس سخت زخمي کړل او یو بسیجي ځواک یې هم شهید کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2022 04:09 Asia/Kabul
  • کرج کښې وسله والو بدماشانو په پولیسو حمله وکړه

د تهران لویدیځ اړخ ته په پروت کرج ولایت کښې یوشمیر بدماشانو عامه اموالو ته د تاوان رسولو په ترڅ کښې څو تنه پولیس سخت زخمي کړل او یو بسیجي ځواک یې هم شهید کړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې پرون په کرج کښې د «بهشت سکینه» نومې ادیرې په خواوشا کښې د بلواؤ په دوران کښې دوه پولیس ځواکونه د یوه ډله کسانو له خوا د چاقوانو په ګوذارونو سره سخت زخمي شول. د هغوي سخت حالت او د کرج-قزوین په لوې لارې کښې د سخت ټریفک په وجه روغتون ته د هغوي د رسولو لپاره هیلي کوپټر واستول شو.

بلواګرو د دې پیښې په لړ کښې په یو بل ځاې کښې هم د پولیسو په ګاډي باندې په ډزرو سره څلور پولیس ژوبل کړل.

دغو کسانو هم داشان د قزوین- کرج په بندې کړې هاي وی کښې یو دیني عالم له خپل ګاډي نه کوز کړ او په چاقوانو یې سخت زخمي کړ. له دې نه علاوه یې د امنیت یو ساتونکی بسیجي هم په چاقوانو او د کاڼو په ګوزارونو سخت ژوبل کړی دی.

بلواګرو عامه اموالو ته هم سخت تاوان رسولی دی.