مولوي عبدالواحد د دښمانانو دسیسې شنډولې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په یوه پیغام کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د خاش ولسوالۍ د امام حسین علیه السلام د جومات د خطیب مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت په تسلیت ویلو سره وویل مولوي عبدالواحد ریګي د دښمانانو تفرقه اچونکي دسیسې شنډولې.
هغه وویل مولوي عبدالواحد د خلکو د اعتماد وړ او د یوې مشهورې څیرې او د ښې مخینې د لرونکي په توګه د انقلاب ، د نظام او د سپیڅلي دفاع په ټولو مرحلو او هغو پړاونو کښې چې دښمانانو هڅه کوله په کینې او تعصب سره د شیعه او د سني د صفونو ترمینځ اختلاف رامینځته کړي چې په خپلو تدبیرونو او هڅې سره دسیسې شنډولې.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ د ایران امنیتي او استخباراتي ادارې د دغه جنایت د عاملانو د پيژندلو او سزا کولو لپاره اقدام وکړي.
د ایران د خاش ولسوالۍ د امام حسین علیه السلام د اهل سنتو د جومات امام مولوي عبدالواحد ریګي چې د سیستان و بلوچستان په ولایت کښې د وحدت یوه بیلګه ګڼل کیدله د ناپيژاندو کسانو لخوا شهید کړی شو.
د ویلو ده چې مولوي عبدالواحد ریګي څو ورځې مخکې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود له استازي سره په خبرو کښې سیستان و بلوچستان ولایت ته تللی و ویلي وو مونږ خبر یوو چې منافقان او دښمانان کوم پلانونه او نقشې لري.