ایران کښې نیمايي پانګونه د افغانستان ښاریزو کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124902-ایران_کښې_نیمايي_پانګونه_د_افغانستان_ښاریزو_کړي_ده
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: په روان هجري لمریز کال کښې په ایران کښې نیمايي ترسره شوي پانګونه د افغانستان پانګه والو کړي ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 15, 2022 11:32 Asia/Kabul
  • ایران کښې نیمايي پانګونه د افغانستان ښاریزو کړي ده

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: په روان هجري لمریز کال کښې په ایران کښې نیمايي ترسره شوي پانګونه د افغانستان پانګه والو کړي ده.

هغه چې د ایران په خراسان رضوي ولایت کښې مشهد ښار ته تللی دی نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د افغانستان ښاریزو ته زمونږ کتنه باید فرصت محوره ووسي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي مرستیال حسن کاظمي قمي په دې خبرې سره چې د افغانستان د ښاریزو د پانګونې له لوړ ظرفیت څخه په تر ټولو ښه ډول استفاده وکړو وویل د خارجي پانګونې لپاره د زمینې برابرول په لومړیتوب کښې دي.

هغه وویل په ایران کښې د افغانستان کابو پینځه میلیونه ښاریز وسیږي.

د ایران په مشهد کښې د افغانستان د ښاریزو شپاړس سوه(۱۶۰۰) شرکتونه د اقتصادي فعالیتونو لپاره رسمي اجازې لري.

د ایران په خراسان رضوي ولایت کښې د افغانستان د اقتصادي فعالانو ټولنې په دغه ولایت کښې د افغانستان د فعالو شرکتونو او د تاجرانو شتمنۍ کابو یو میلیارډه ډالره اعلان کړي دي.