صهیونیست رژیم د سیمې د امنیت لپاره یوه جدي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124980-صهیونیست_رژیم_د_سیمې_د_امنیت_لپاره_یوه_جدي_ګواښ_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صهیونیست رژیم جعلي، ناروا او د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2022 09:10 Asia/Kabul
  • صهیونیست رژیم د سیمې د امنیت لپاره یوه جدي ګواښ دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صهیونیست رژیم جعلي، ناروا او د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ وباله.

صهیونیست رژیم د خپلو شومو او زیاته غواړو موخو په لړ کې هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو یرغل کوي او د ښځو او ماشومانو په شمول عامو فلسطینیانو ته مرګژوبله اړوي او زندانیان کوي.

دغو مسایلو ته په کتو د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د شنبې په ورځ په خپل ټوییټر کې دې ته په اشارې سره چي د اسرائیل یرغلګر، ناروا او جنایتکاره رژیم په سلګونو ایټمې خولۍ لري، ولیکل: تل ابیب د ټولې سیمې جدي او ګډ ګواښ بلل کیږي.

عبداللهیان تاکید وکړ: بې له شکه راتلونکې د فلسطین د اصلي استوګنو ده.

څو ورځې وړاندې، د یاران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعانی» په یو توییټ کې د صهیونیست رژیم په جنایاتو کې امریکا، انګلیس، فرانسه او جرمني شریک وباله او جوته کړه: دغه رژیمونه ټوله باید د محکوم په توګه ځواب ګوی ووسي.

کنعانی ولیکل: داسي یوه ورځ نشته چي نړیوال دې د فلسطیني ماشومانو، زلمیانو او عامو وګړو د وژلې، شکنجې او اسارت په هکله خبرونه نه واوري.

د فلسطین د مظلوم ولس حقوق له اویا کاله زیاته موده کیږي چي د صهیونیست د نیواکګر رژیم له زور او زیاتی سره مخاخ دی او دغه جنایتکاره رژیم د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د امله ورځ تر بلې سپین سترګې کیږي.