ایران د چین حکومت ته اعتراضي یادداشت ورکړ
په چین کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د چین حکومت ته د ایران د اعتراضي یادداشت د ورسپارلو خبر ورکړ
د چین او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د وروستۍ ګډې غونډې په پاې کښې دواړو لورو یوه ګډه خبرپاڼه صادره کړه چې په کښې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ناسمې ادعاوې مطرح شوې.
د ایران اسلامي جمهوریت دغې بیانیې ته غبرګون وښوده او د هیواد د ځمکنۍ بشبړتیا په ساتنې او د تنبِ کوچک، تنبِ بزرګ او بوموسی په درې ګونو جزیرو باندې د ایران په ابدي مالکیت یې ټینګار وکړ.
په چین کښې د ایران سفیر محمد کشاورزاده پرون د بیجنګ جګ پوړو چارواکو ته د ایران د حکومت د اعتراضي یادداشت د وړاندې کولو خبر ورکړ چې په کښې سیمه ایزو سیاستونو ته د چینیانو د پاملرنې په ضرورت باندې ټینګار شوی دی.
ښاغلي کشاورزاده په خبل ټویټر ولیکل: د چین له حکومتي چارواکو سره په کتنه کښې مې د اعتراضیه یادداشت ورکولو په ترڅ کښې سیمه ایزو حساسیتونو ته د چین د خارجه وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه