د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
د فرانسې ولسمشر ویلی دی د اسیا د لویدیځ مشکلات د ایران په شتون سره د خبرو اترو په چوکاټ کې د اواري دي .
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې د حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د ویر د دستورو په لومړی شپه د رهبرۍ د ستر مقام ګډون په اړه په یوه مطلب کی لیکلی دی چی د بي بي فاطمه زهرا سلام ا...علیها د شهادت د ورځو په وړومبۍ شپه د قرآن نړیوال قاري حسین فردي د د کلام ا... مجید یوشمیر آیتونه تلاوت کړل او بیا حجتالاسلام صدیقی وینا وکړه.
سږ کال د کرونا ناروغۍ کمیدو او په عین حال کښې د روغتیايي پروټوکولونو د خیال ساتنې ضرورت ته په پام سره، په امام خمیني رح امامباړه کښې د ماتم دستورې د شهیدانو د درنو کورنیو په شمول د محدود شمیر ماتمیانو په شتون سره ترسره کیږي.
د ویلو ده چې راتلونکې سه شنبه د رسول ا... مبارک د ګرانې لور حضرت فاطمه زهرا(س) د شهادت کلیزه ده.
هریټیج فاونډیشن وایی چی د ایران بلواوې نتیجه نلري .
د فرانسې ولسمشر ویلی دی د اسیا د لویدیځ مشکلات د ایران په شتون سره د خبرو اترو په چوکاټ کې د اواري دي .
بلینکن وایی چی د امریکا د بهرنی سیاست بریا دا ده چی امریکایان له افغانستانه د مړی په بیګ کې نه ستنیږي .
د ایران ۱۴ تنه کب نیونکي د صومالیا د الشباب ترهګرې ډلې له منګولو آزاد شول .
ایران په افغانستان کښې له پوهنتونونو د جینکو له منع کولو خواشیني وښودله . د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی هیله وښودله چې د افغانستان چارواکي زرترزره د خنډونو په لیرې کولو سره په ټولو تحصیلي برخو کښې د دغه هیواد ښځینه محصلینو او زده کونکو د زده کړې د دوباره پيلیدو لاره هواره کړي.
اروپا سږکال له بریښنا او ګاز پرته د کریسمس هرکلی ته ورځي .
اطلاعات
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ د کریسمس په مناسبت یو انځور چاپ کړې دی او په غټو ټکیو سره یې لیکلی دی چی د سولې او دوستي پیغمبر حضرت عیسی ع د زوکړې او د کریسمس د جشنونو پیل دې مسیحی وطنوالو ته مبارک وي .
ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی قرآنِ پاک په ګڼو آیتونو کښې د حضرت عیسی علیه السلام پیژندګلوي کړې او د یو اولوالعزم پیغمبر یعنې د کتاب او شریعت د لرونکي پيغمبر په توګه یې د دوي مقام بیان کړی دی .حضرت عیسی علیه السلام چې په قرآن کریم کښې د روح ا... په نوم یاد شوی دی او دحضرت بي بي مریم(س) زوې دی.
حضرت عیسی د یهودیانو د اسماني کتاب تورات په تصدیق سره زیرې ورکړ چې له ما وروسته به یو رسول راځي چې نوم به یې (احمد) وي، او هغه د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دی.
د نړۍ عیسایان د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه میلاد په ورځ ځانګړې دستورې ترسره کوي چې په کورونو کښې د سروې د ونې لګول په کښې یو ډیر مشهور رسم دی.
که څه هم د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه د هر کال د دسمبر په پنځویشمه نیټه لمانخله کیږي خو نوې میلادي کال د جنورۍ له لومړی نیټې پیلیږي .
په پاریس کې د یوه ناپیژاندي کس له مرګونو ډزو وروسته ناارامي او بلواګانې رامینځته شوې .
د اسلامی ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان ویلی دی د ایران له لوری د موافقې کړکې د تل لپاره ندې خلاص . دایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان وویل اسلامی ایران دایټمي موافقې د نهایی ګامونوپورته کولواوظالمانه بایکاټونولغوه کولو ته چمتو دې . د ایران خارجه وزیر په یوه ټویټ کې ولیکل د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست له مسول بورل سره په کتنه کې د ایټمی موافقې د نهایی ګامونودپورته کولو په اړه موافق دې .
امیر عبداللهیان همداراز په اوکراین کې په سیاسی حل لارې په ټینګار سره وویل نه د ابوغریب او ګوانتانامو او نه په یمن او افغانستان کې د ماشومانو او میرمنو پرضد جنایت ، امریکا ته نورو ته د نصیحت کولو اجازه نه ورکوي .
طالبانو طالبانو په کندهار کې د خپلې هغې پرېکړې خلاف چې د نجونو د پوهنتوني زده کړو مخه نیسی د محصلانو د لاریون مخه ونیوله .
د کندهار د میرویس پوهنتون محصلانو غوښتل چې لاریون وکړي خو طالبانو په پوهنتون کې د سختو امنیتي اقداماتو په وسیله محصلان پرې نه ښودل چې لاریون وکړي.
له بلې خوا په هرات کې یو شمېر ښځې د طالبانود پالیسیو په اعتراض کې واټونو ته راووتې.
دوی غوښتل چې په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر لور ته لاریون وکړي خو طالبانو یې مخه ونیوله.
په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.
د کابل ځینې ورځپاڼۍ
مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې نه منو .
مسیر
په زابل کې ۳۶فیصده کورونا زیاته شوې
زابل چې د افغانستان له سردسیرو ولایتونو څخه دی، د ژمي په رارسېدو په کې کرونا په زیاتېدو ده.
۶۰کلن عبدالسلام اکا پر یوه سپین کټ پروت دی.. نوموړي په داسې حال کې کلید خبرې کولې چې سینه یې خرابه وه او په ډېره سختۍ یې تنفس کاوه.
د عبدالسلام اکا په خبره، ژوند یې سخت شوی او د روغتیا لهپاره شیبې شمارې.
ټوخ مې کېږي، اوښکې مې راوبهیږي، خوله وکړم، پوزه مې بهیږي، بس دغه مې تکلیف دی. ساه مې تنګیږي، مسجد ته چې ځم درې ځله کښېنم ایله ورسېږم.
لعل بي بي بیا پنځه ورځې کېږي چې د کرونا لهپاره په ځانګړي شوي روغتون کې بستري ده. نوموړې وايي چې کرونا ډېره په عذاب کړې او له خلکو غواړي چې ځانساتنې ته دې پاملرنه وکړي.
بلخوا ځینې خلک د کرونا پر وړاندې لا هم بېپروا دي، خو ځینې نور یې بیا د مخنیوي لهپاره اقدام کوي.
«په دې موسم کې د کرونا او نورې عامې د زوکام پېښې زیاتې شوې. که پر وخت روغتون ته مراجعه وشي، واټن مرعت شي، ماسک واچول شي، نو له کرونا څخه به مو ځان ساتلی وي.»
د زابل کرونا ولایتي روغتون مشر ډاکټر انورالدین همت بیا وايي چې د ترو میاشتو په پرتله زابل کې د کرونا پېښې ۳۶سلنه زیاتې شوې او له تېرو میاشتو له دې ناروغۍ څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹۷ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
په موسسو کې د ښځینه کارمندانو د کار بندیز امر
له پوهنتونونو څخه تر امر ثاني پورې د ښځینه محصلینو پر ورتګ تر بندیز وروسته دا ځل له دولتي او غیر دولتي موسسو څخه غوښتل شوي چې د ښځینه کارمندانو فعالیت تر امر ثاني پورې ودروي .
د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمن حبیب پرون ناوخته کلید ته د دغه مکتوب په تایید سره ویلي چې دغه کار بندیز په موسسو کې د ښځینه وو د حجاب نه ریاعتولو له کبله لګول شوی او له ټولو موسسو یې غوښتي چې تر امر ثاني پورې د ښځینه کارمندانو کار بند کړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په دغه فرمان کې رسنۍ نه دي شاملې.
په دغه فرمان کې ویل شوي چې د سرغړونې په صورت کې به د موسسې کاري جواز، چي د ا قتصاد وزارت اړوند وي، لغوه شي.
د افغانستان د سرپرست حکومت دغه اقدام د نړیوالو له تند غبرګون سره مخ شوی دی.