د متحده عربي اماراتو سفیر د ایران له خارجه وزیر سره کتلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125706
زمونږ خبریال راپور راکړی په تهران کښې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الرعابي پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 04, 2023 04:27 Asia/Kabul
  • د متحده عربي اماراتو سفیر د ایران له خارجه وزیر سره کتلي

زمونږ خبریال راپور راکړی په تهران کښې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الرعابي پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو سفیر په دغه کتنې کښې د خپل هیواد د باندنیو چارو وزیر لیکلی پیغام د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ته ورکړ.

په دغه پیغام او په دغه کتنې کښې د ایران او د متحده عربي اماراتو د اړیکو په نورې پراختیا ټینګار شوی.

څه موده مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران خارجه وزیر ته لیکلی پیغام استولی او دغه پیغام د قطر د خارجه وزیر مرستیال تهران ته په سفر کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ورکړ.