له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د ایران او پاکستان ګډې هڅې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126886-له_ترهګرو_سره_د_مبارزې_لپاره_د_ایران_او_پاکستان_ګډې_هڅې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران کنسولر  د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې له ترهګرو او جنایتکارانو سره د ایران او پاکستان د ګډې مبارزې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-26T07:52:28+00:00 )
Jan 26, 2023 12:19 Asia/Kabul
  • له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د ایران او پاکستان ګډې هڅې

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران کنسولر  د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې له ترهګرو او جنایتکارانو سره د ایران او پاکستان د ګډې مبارزې خبر ورکړ.

د پاکستان د بلوچستان د ایالت په پنجګور سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په کاروان باندې په برید کې ۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

په کویټه کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولر په یوه خبري غونډه کې د یادې پېښې په تړاو د خواشینی په څرګندولو سره، وویل: ځینې عناصرو د پآکستان او ایران په ورورګلوی کې د دسیسو پسې دي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د واټن جوړولو هڅې کوي.

حسن درویش وند جوته کړه: ایران او پاکستان په ګډو پولو کې د ورانکاره او ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره ږغملي اقدامات تر سره کوي.

هغه یادونه وکړه چي ایران او پاکستان دواړه ګډې فرهنګي، تاریخي، ټولنیز او مذهبي جړې لري او رسنۍ کولایشي د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.