تیریګرو ته د ایران ځواب پریکنده او پښیمانه کونکی دی
(last modified Tue, 31 Jan 2023 00:01:08 GMT )
Jan 31, 2023 04:31 Asia/Kabul
  • تیریګرو ته د ایران ځواب پریکنده او پښیمانه کونکی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکا د خارجه وزیر او د ملي امنیت د شورا د سلاکار له ګواښ څخه ډکو څرګندونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب پریکنده او پیښمانه کونکی اعلان کړ.

هغه پرون وویل د امریکا حکومت باید د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد له ګواښ څخه د ډکو څرګندونو په دلیل خپلو نړیوالو او حقوقي مسوولیتونو ته متوجه ووسي او د دا ډول لسمونکو څرګندونو د سیاسي پایلو په هکله ډير غور وکړي.

ناصر کنعاني زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت بیا بیا د خپلو اټومي فعالیتونو په سوله ییز والي ټینګار کړی او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس بیا بیا راپورونه هم د دغو فعالیتونو سوله ییز والی تائیدوي او وايي چې اټومي وسلو ته رسیدل د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت په ډاکټرین کښې هیڅ ځاې نلري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني جوته کړه د امریکا حکومت په ښه ډول پوهیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو ګټو او خپلې ټاټوبي باندې هیڅ ډول تیری نه زغمي او تیریګرو ته په پریکنده ډول او پیښمانه کونکی ځواب ورکوي.

هغه د ایران له خلکو د امریکا د ملاتړ د مسخره کونکي ادعا په هکله وویل امریکا ریاکارۍ بنده کړي او د ایران د ملت په سیاسي هوش دې سترګې پټې نکړي.

ناصر کنعاني وویل په وروستیو بلواو کښې د ایران خلکو یوځل بیا ولیدل چې د امریکا حکومت او د ځینو اروپايي هیوادونو حکومتونو په بیلابیلو ډولو سره په خپل ټول توان سره کوشش وکړ چې په ایران کښې د بلواو په زیاتولو او د خلکو په هڅولو سره د ایران د ملت امنیت د خپلو ایران ضده پلیدو هدفونو او مقصدونو قرباني کړي خو د تیرو وختونو په شان هغوې ناکامه شول او د ایران پوهو خلکو هغوې ته نه وویل.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن په یوې مرکې کښې له اټومي تړون د واشنګټن په غیر قانوني ډول وتلو ته له اشارې پرته له وهم څخه په ډکو څرګندونو کښې ویلي وو اټومي وسلو ته د ایران د  رسیدا د مخه د نیولو لپاره ټولې لارې پر میز شته.

 

 

ټیګونه