ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ټلۍ ووهل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127184-ایران_کښې_د_اسلامي_انقلاب_د_بریالیتوب_ټلۍ_ووهل_شوه
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی اسلامي ایران ته د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تاریخي د راتلو د کلیزې یعني د سلواغې د میاشتې د دولسمې نیټې د انقلاب ټلۍ د هیواد په ټولو ښوونځیو کښې وکړنګول شوه.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Feb 01, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ټلۍ ووهل شوه

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی اسلامي ایران ته د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تاریخي د راتلو د کلیزې یعني د سلواغې د میاشتې د دولسمې نیټې د انقلاب ټلۍ د هیواد په ټولو ښوونځیو کښې وکړنګول شوه.

نن د چهارشنبې ورځ د څوارلس سوه لومړي هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې دولسمه او د دوه زره درویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سباوون د مبارکې لسیزې له پیلیدا سره سمون خوري.

څلور څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له هیواد څخه پینځلس کاله لیرې پاتې کیدا او جلاوطن کیدا وروسته د خلکو په ستر هرکلي سره د اسلامي ایران په خاوره باندې قدم کیښود.

ایران ته د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له راتلو لس ورځې وروسته د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران پرتمینه اسلامي انقلاب بریالیتوب ته ورسید.

په همدې دلیل د سلواغې د میاشتې له لومړۍ نیټې یعني ایران ته د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د راتلو له ورځې څخه د سلواغې د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده سباوون لسیزه نومول شوي ده او هرکال په دغو لسو ورځو کښې په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ځانګړي جشنونه او مراسم ترسره کیږي.

هر کال د ایران په ټولو ښوونځیو کښې د سباوون د لسیزې د پیلیدا په مناسبت د سلواغې د میاشتې په دولسمه نیټه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ټلۍ وهل کیږي.