د یو رانیمو د ۶۰فیصدي فیصلې په بابIAEAته مخکې اطلاع ورکړل شوې وه
(last modified Mon, 06 Feb 2023 00:46:06 GMT )
Feb 06, 2023 05:16 Asia/Kabul
  • د یو رانیمو د ۶۰فیصدي فیصلې په بابIAEAته مخکې اطلاع ورکړل شوې وه

د جنورۍ په میاشتې کې   په وروستیو ارزونو کې د هغه پوښتن لیک  په نسبت هیڅ ډول خلاف ورزي یا سرغړونه نه ده شوې  چې   دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس ته ئې د اطلاع رسونې ضرورت پيښ شوی وي. ځکه  دا له مخکې مشخصه شوې وه. او آژانس پرې خبر ؤ .

د ایران دخارجه وزارت ویندوي  د ایران دسوله ایز ایټمي فعالیتونو په باب د امریکا او اروپائي ټرائيکا د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې  ووئيل ، په فردو ایټمی ریئکټر کې د یورانیمو د شپیته فیصدي پخولو  په باب د تیر نومبر په اولسمه نیټه د ایټي انرژۍ  نړیوال آژآنس  اړونده مسئولانو ته اطلاع ورکړل شوې وه.

د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس  دفرورۍ په لومړۍ نیټه د  واکمنې شورا دغړو لپاره په یوه پټ  اوسیکرټ راپور کې   ادعا کړې ،د فردو تاسیساتو  په یوې نه اعلان شوي پلټنې کې مشخصه شوې چې ددغه ریئکټر په دوو برخو کې د یورانیمو ترشپيتو فیصدو پورې د پخولو  چارې ترسره کیږي ،چې اطلاع ئې دوي ته نه ده ورکړل شوي.

د آژانس په دغې ادعا پسې  امریکا او اروپائي ټرائيکا سملاسي  په یوې ګډې اعلامیې خپرولو سره وئیلي دي ، چې   دایران دغه اقدام ته جدی پام کوي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په فردو کمپلیکس کې د یورانیمو دپخولو درستې چارې د پلانونې د اطلاعاتو په پوښتن لیک کې  درج شوي دي . هغه روښانه کړې ده ،  د جنورۍ په میاشتې کې   په وروستیو ارزونو کې د هغه پوښتن لیک  په نسبت هیڅ ډول خلاف ورزي یا سرغړونه نه ده شوې  چې   دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس ته ئې د اطلاع رسونې ضرورت پيښ شوی وي. ځکه  دا له مخکې مشخصه شوې وه. او آژانس پرې خبر ؤ .

 

ټیګونه