د اصفهان د وروستي ناکامه برید عاملین به پښيمانه شي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند وویل: په اصفهان کې د ایران دفاع وزارت پر یوه کارځای د وروستي ناکام برید عاملان به بې له شکه پښیمانه شي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند، ډګر جنرال رمضان شریف له المسیره ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: دښمن د خپلو اقداماتو په پایلو پوهیږي چې د ایران پروړاندې هرډول اقدام به له سخت ځواب سره مخ شي.
د جنورۍ په ۲۸ مه په اصفهان ولایت کې د ایران دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ پر یوه کارځای باندې د برید په موخه، درې ډرون الوتکو الوتنه وکړه ،چې په کمپلیکس کې د دفاعي سیسټمونو پر وخت ځواب ووایه، دا برید ناکامه شو او کومه مرګ ژوبله یې نه لرله، یوازې د یوه کارځای چت ته لږ زیان ورسېد.
په اصفهان کې د ایران دفاع وزارت پر کارځای د برید په وخت کې د دفاعي قطعاتو له خوا د ویشتل شویو ډرون الوتکو د پاتې توکو تخنیکي ازموینې، د اسلامي جمهوریت امنیتي ادارو ته مهم معلومات وړاندې کړل.
د دې ډرون الوتکې د بدن د اجزاوو، انجنونو، د برښنا رسولو او د نیویګیشن سیسټم د تحلیل او له موجوده بېلګو سره د پرتلې له لارې، د دې جوړونکي په سمه توګه ټاکل شوي او مهمې نښې په ډاګه شوي دي.