ایران د روسیې له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه
Feb 10, 2023 10:20 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نووسیبیرسک ښار په یوه هستوګنځي کې د ګازو د چاودنې له امله د یو شمېر روسي وګړو د وژل کېدو له امله د روسیې له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اطلاعاتو او نشراتو د عمومي څانګې د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند«ناصر کنعاني چافي» د جمعې په ورځ د دغه هېواد د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د دې پېښې ټپیانو او زیانمنو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
د روسیې په نووسیبیرسک ښار کې د استوګنې په یوه پنځه پوړیزه ودانۍ کې د ګازو د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.
د نووسیبیرسک ښار له مسکو او سینټ پیټرزبورګ وروسته په روسیه کې درېیم لوی ښار دی چې له 1.6 ملیون څخه ډېر نفوس لري.
ټیګونه