د ایران چین د سټراټژيک ګډون جامع سند د اړیکوپه پراختیاکې دکلک هوډ نښه ده
(last modified Wed, 15 Feb 2023 00:44:57 GMT )
Feb 15, 2023 05:14 Asia/Kabul
  • د ایران چین د سټراټژيک ګډون جامع سند د اړیکوپه پراختیاکې دکلک هوډ نښه ده

د چین لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې  په نړۍ کې په څو اړخیز پال کړچار کې ددواړو هیوادونو دنظر یووالي او داړیکو تاریخي مخینې ته په اشارې سره  ووئيل،په مختلفو موضوعګانو کې د اړیکو د پراختیا لپاره ددواړو هیوادونو  رغنده خبرې اترې دوام لري.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  چې د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ چین ته په سفر تللی،د چین له لومړي وزیر لی که چیانګ سره په کتنې کې د اسلام ایران او چین ترمینځ دسټراټژيک ګډون جامع سند داړیکو دپراختیا لپاره د دواړو هیوادونو دکلک هوډ او ارادې نښه وبلله .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،  داسلامی ایران ولسمشر دواړو هیوادونو د دوو سترو  تمدنونو  د ارزښتمنو اوتاریخی  ملګرتیاؤ مخینې ته په اشارې سره  دایران او چین د اړیکو په لاپراختیا اوپه مختلفوتجاري اوا قتصادي زمینو کې د دواړو  هیوادونو پر مهمو موافقو ټينګار وکړ.

ابراهیم ریئسي د دواړو هیوادونو په دریځونو کې دګډ چورلیز په توګه د څو اړخیز پالنې کړچار په مهم بللو سره ، په سیمه ایزو او نړیوالو  اورګانونو کې د ایران او چین دملګرتیاؤ دپیاموړتیا په اهمیت هم ټينګار وکړ.

د چین لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې  په نړۍ کې په څو اړخیز پال کړچار کې ددواړو هیوادونو دنظر یووالي او داړیکو تاریخي مخینې ته په اشارې سره  ووئيل،په مختلفو موضوعګانو کې د اړیکو د پراختیا لپاره ددواړو هیوادونو  رغنده خبرې اترې دوام لري.

لی که چیانګ په دوام کې د ایران چین د سټراټژيک ګډون  جامع سند ، د تهران  او بیجینګ ترمینځ د موافقو  یوه نتیجه وبلله او ددغه جامع سند د بشپړ اجرا  او همداراز  ددواړو هیوادونو  دمناسباتو د پراختیائي بهیر د دوام لپاره ئې له تهران سره د ملګرتیا او غږملتیا په پیاوړتیا هم ټينګار وکړ.

د اسلامی ایران ولسمشر  دغه راز د چین ډيموکراټيک  دملی کانګرس له مشر لی جان شو  سره په کتنې کې  ایران او چین د سخت پړاؤ دوه دوستان وبلل او د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ د پراختیا لپاره ئې د چین ډيموکراټيک  دملی کانګرس  د رغنده ملاتونو قدرونه وکړه او د دوواړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا پر بهیر  د پارلیماني ملګرتیاؤ د رول په اهمیّت په ټينګار سره ، د  ایران او چین د سټراژيکو اړیکو د پرمختګ په اړه ئې د چین د ملی کانګرس د رغنده ملاتړونو قدرونه  وکړه.   

Image Caption

 

ټیګونه