چین ته دایران د ولسمشر سفر په امریکائي او اروپائي رسندویو کې پراخ انعکاس درلودلی
چین ته دایران دا سلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي سفر په امریکائی او اروبائي رسندویو او ټولنیزو چینلو نو کې پراخ انعکاس درلودلی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ، د امریکا پولیټيکو خپرونې چین ته دا یران د ولسمشر سفر ته په اشارې سره ولیلک، ایران او چین د امریکا د دوو سیالانو په توګه په لازیاتو ملګرتیاؤ پسې دي.
اي بی سی امریکائي خبری چینل هم دغه سفر د دوو سیاسی او اقتصادي شریکانو په توګه د تهران او بیجینګ ترمینخ داړیکو د ژورتیا سبب بللی دی. ایسو شي ایټيډپریس خبری آژانس هم په یوې شننې کې لیکلی دي ، دغه سفر مختلف سیاسی او اقتصادي اړخونه لري او د تهران او بیجینګ د لانزدیکت سبب شي.فرانس پریس آژانس هم په دې اړه دځينو عکسونو په خپرولو سره دا سفر د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیالپاره یو مهم ګام وبالۀ.
په عین حال کې د د روسیې آر بی سی ټيلیویژنی چینل ویب پاڼې لیکلي دي ، بیجنګ ته د اسلامی ایران د ولسمشر سفر او د چین د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته ، له متحده ایالاتو سره د تاؤتریخوالو په اوج کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د لاپیاوړو اړیکو ښودنه کوي.
ایران او چین په وروستیو کلونو کې په دفاعي،اقتصادي او سیاسی زمینو کې خپلې اړیکې تر ډيره حده پراخې کړ ي دي، په ۲۰۲۱کال مارچ کې د پنځه ویشت کلن سټراټژيک سند لاسلیک کیدا ، ددغه بهیر د بشپړتیال پاره یو مهم ګام حسابیږي . دغه سند په سیاسی واقتصادي او کلتوري زمینو کې ددواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا لاره مشخص کوي.