سپاه پاسداران په سیمه کې د ترهګرو حقیقي ختموونکی
په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ډیلی ټلګراف د ورځپاڼې د بې بنیاده ادعا په غبرګون کې اسلامي انقلاب په سیمه کې د ترهګرو حقیقي ختموونکی وباله.
د فارس له راپور سره سم، په انګلیس کې د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې ادعا کړې چي د ایران د ټرور ډلګۍ د انګلیس لپاره یوه ښکاره ګواښ دی.
په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ضد د دیلي ټلګراف د ورځپانې ادعاګانې او تورونه دروغ او بې بنیاده وباله.
د ایران د سفارت له لورې په خپور شوی یاددښت راغلې: د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران یوازنی ارګان و چي په سیمه کې یې په رېښتنې توګه له ترهګرو سره، مبارزه وکړه هغه هم په داسي شان حالاتو کې چي خطر اروپا ته ورنژدې شوی و او هیڅ یو هیواد هم ټروریزم سره د مبارزې لپاره جرات نه لرل.
د دې ورځپاڼې د پروپاګن په ځواب کې د ایران د سفارت د یادښت په دوام کې یادونه شوې چي اسلامي ایران باور لري چي حزب الله او حماس په لبنان او د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د رژیم په ضد د خپلو لاندې شویو ټاټوبو د ازادولو لپاره جنګیږي، همدارنګه هغوی په خپلو هیوادونو کې د سیاسي ګوندونو په توګه پېژندل شوي او په خلګو کې هم خورا محبوبیت لري.
یادښت د اسلامي ایران سوله ایزو ایټمي فعالیتونو ته په اشارې سره، زیاتوي: د ایران ایټمي پروګرام چي د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس تر سخت څار باندې قرار لري، یوه سوله ایز پروګرام دی او د برجام ایټمې موافقه چي د ۵+۱ هیوادونو له لورې لاسلیک شوې او لا هم د اعتبار وړ ده، د ایران د ایټمي پروګرام سوله ایز توب یې تائید کړی دی.
د یادښت له مخې د ایران اسلامي جمهوریت یوازنی هیواد وو چي د یادې موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل کړی دی.
د اکراین په ضد روسیې ته د ایران له لورې د وسلو د ورکړې په هکله هم د ایران د سفارت په یادښت کې راغلې: په دې زمینه کې مو په ځلونو د اکراین له چارواکو غوښتي دي چي د روسیې له لورې د ایران بې پیلوټو الوتکو د استعمال په هکله دې خپل اسناد او شواهد دریم ګړي هیواد ته وسپاري او یا دې هم د خپلې ادعا لپاره یوه ثبوت وړاندې کړي چي اکراین تر دې دمه دې کار ته چمتو شوی نه دی.