د اروپائي اتحادئې مسئولان دبندیزونودختمول لپاره د ایران پرمنطقي غوښتو اعتراف کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته د چین له سی جي ټي این خبری چینل سره په مرکې کې ووئيل،امریکا او اروپا ادعا کوي،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په احیاء پسې دي ، خو په عمل کې دغه شان نه ده.
د ایران په ضد دبندیزونو د ختمولو نړیوالې ایټمي خبرې اترې په ویانا کې له کوټلو میاشتو میاشتو خبرواترو وروسته داسې مرحلې ته رسیدلی دي چې که امریکا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د یوه خلاف ورزي کونکي لوري په توګه د ایران منطقي غوښتې او د یوې تل پاتې او د باؤر وړ موافقې د رامینځةکیدا ضرورتونه ومني ، نو نهائي موافقه شونې ده.
د ایران ولسمشر په دغې مرکې کې د ایران په ضد د امریکا او لویدیځ دغه بې رحمه او غیر قانوني بندیزونه د ایراني ملت په ضد جنګ وبالۀ او وې وئيل، امریکا او اروپاد خبرواترو له میزه په شا کیدا سره او دغه راز په ایران کې له وروستیو بلواؤ څخه په ملاتړ سره ،ډير تیروتلي دي.
ابراهیم ریئسي همداارز په مختلفو زمینو کې د تهران او بیجینګ دملګرتیاؤ په پراختیا په ټينګار سره دوه اړخیزې اړیکې مخینه لرونکي وبللې.
ایران او چین په وروستیو کلونو کې خپلې اړیکې په سیاسی- اقتصادي ، امنیتي-دفاعي او جیو پولیټیک درو سویو کې پراخې کړي او د د ۲۵کلن سټراټژيک سند لاسلیک کیدا ددغه بهیر د بشپړولو لپاره یو مهم ګام ؤ. په همدې خاطر ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي د چین د ولسمشر به رسمي بلنې سره د فرورۍ په ۱۴ چین ته سفر وکړ.