د اروپائي اتحادئې نوو بندیزونو ته د ایران سملاسي ځواب
د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د اروپائي اتحادئې نوو بندیزونو ته په ځواب کې،د ایران خارجه وزارت د انګلستان او اروپائي اتحادئې د ځینو کسانو او اورګانونو د بایکاټولو نوی لیسټ خپور کړ.
په دغو بندیزونوکې چې د اتو انګریزانو،پنځلس اروپایانو او د دوي د دیارلسو اورګانونوپه ضد اعمال شوي دي،د ویزو صادریدا،دایران د اسلامی جمهوریت حدودو ته د واریدیدود امکان ختمیدا،په بانکي او مالی سسټمو کې د بانکي حسابونو تړل کیدا،د اسلامی ایران د صلاحیّت په حدودو کې د مالونو او شتمنیو تړل کیدا شاملیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د سه شنبې د شپې په اعلامیې کې راغلی دي،چې دغه وزارت د متقابل عمل په توګه،داړونده بندیزونو د لارو چارو او اړونده قواعدو په چوکاټ کې د مرتبطو اورګانونو د مصوبو په اساس،د انګلستان او اروپائي اتحادئې ددغو کسانو او اورګانونو په خلاف،د له ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ،د ایران به ضد د تاؤتریخوالي او ترهه ګرو اقداماتو ته د لمسونې،د ایران د اسلامی جمهوریت په داخلی چارو کې د لاسوهنې،په ایران کې د ناکراریو او تاؤتریخوالو د دودولو،د ایران به باب د غلطو اطلاعاتو دودولو او د دروغو راپورونو د خپرولو، او هم د ایران د ولس په ضد د ظالمانه بندیزونو په سختولو کې د ګډون په علت چې د اقتصادي ترهه ګرۍ په معنا ده،بندیزونه لګولي دي.
د ایران متقابل اقدام له دې وروسته ترسره شوی چې اروپائي اتحادئې د دوشنبې په ورځ د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد،د معارفو او روزنې د وزیر، د اطلاعاتي چارواکو او د اسلامی شورا د استازو پشمول د ۳۲ ایرانیو شخصیّتونو او دووو اورګانونو په ضد چې د بشری حقوقو له خلاف ورزیو سره په ارتباط په دروغجنو ادعاګانو سره ئې تورن کړي بندیزونه لګولي دي.
د ایران په ځینو ښارونو کې د ځينو ناکراریو په راپورته کیدا او په وروستیو بدلونونوپسې،اروپائي اتحادئې ،له امریکا،بریتانیا او کینیډا په ملګرتیا سره،له دغو بدلونونو څخه په ناوړه استفادې سره،دا د اقتصادي بندیزونو د اعمالولو پشمول پر ایران د دباؤنو دزیاتولولپاره یو فرصت وبالۀ، په همدې لړ کې اروپائي اتحادئې تردې دمه د ایران د ځینو چارواکو او اورګانونو په ضد پنځه ځله بندیزونه لګولي دي.
د ایران په ضد دبندیزي پکیجونو اعمالیدا ښئ چې لویدیځي لوري هڅه کوي د اقتصادي دباؤنونو په زیاتولو سره،په ایران کې دننه، دخپګانونوو زیاتولو ته لمن ووهي او همداراز د ایران پر حکومت سیاسی دباؤنه لازیات کړي.
سره له دې ،د ایران په ضد د لویدیځي بندیزي سیاست،باید یوه تکراري رویّه او البته ماته خوړلي رویّه وګنل شي،ځکه چې هیڅکله هم له خپلو اصولي دریځونو څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د سیاستونو د بدلیدا او یا د شاتګ سبب شوې نه ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت له نظره،د لویدیځي لورو ایراني ضد اقدامات، ناغیړي،ورانونکي او د ملګروملتو له منشور او نړیوالو مقرراتو او لارو چارو سره په تضاد کې دي، ځکه د نړیوالو قوانینو په اساس، هیوادونه د خپلواکه هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
په همدې دلیل،ایران تل د لویدیځ د لاسوهونکو چلندونود نتیجو په نسبت خبرداری ورکړي او ټينګار ئې کړی دی ، چې د اروپایانو پشمول د لویدیځي لوري دغه شان ناغیړي اقدامات به بې ځوابه پاتې نشي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مسئول جوزف بورل سره پخپلو وروستیو خبرو کې د بندیزونو د اعمالیدا دختمولو او د تکراري سیاست په باب په خبرداری ورکولو سره وئيلي دي ،د اروپائي اتحادئې د وروستیو میاشتو چلند،د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ د ناکاره سیاست دوام دی چې د بشری حقوقو له مفاهیمو څخه په آوزاري استفادې سره په یووخت لازیات،غیر حقیقت پال او دوه ګوڼه سټنډرډونو دوام ثابتوي .