۱۸ میلیارډ ډالري جرمانه د پاکستان په انتظار
د زاهدان تر پولې پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال د نل لیکی له جوړیدا کابو یوه لسیزه تیریږی خو د پاکستان دولت د هغه د بشپړولو اواجرایی کیدا په اړه کوم اقدام ندې کړې .
د ایران داسلامي جمهوریت داګواښ چی که د پاکستان حکومت د ګازو د اخیستلو د تړون موضوع روښانه نکړی نو اسلام اباد دې د اتلس میلیارډ ډالری جرمانې په تمه ووسی ، داسې ښکاری تر یوه حده د پاکستان حکومت لخوا جدی بلل شوی دی .
د زاهدان تر پولې پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال د نل لیکی له جوړیدا کابو یوه لسیزه تیریږی خو د پاکستان دولت د هغه د بشپړولو اواجرایی کیدا په اړه کوم اقدام ندې کړې . له دې امله اسلامي ایران چی تراوسه یې د ښه ګاونډیتوب او ګاونډیتوب د مصلحت له مخې په تړون د سترګو پټولو په دلیل شکایت ندې کړې ، خو داسې ښکاری د دغه بهیر اوږدیدا د تهران د صبر د ختمیدا سبب شوی دی . هغه ډول چی پاکستاني رسندویو ویلی دی داسې ښکاری د پاکستان حکومت د ایران خبردارې جدی بللې او له اړونده اورګانونو یې غوښتی دي د مسلې د اواری په لړ کې فیصله وکړی .
د سیاسی مسایلو کارپیژاندې سروش امیری په دې باره کی وایی اسلامي ایران د سولې د نل لیکی ، د سولې د تثبیت د مرستې په چوکاټ کې هندبراعظمګی ته د ګازو د نل لیکی د انتقال موضوع مطرح او هغه یې د پاکستان تر پولې عملیاتی کړه . تهران په هیڅ وجه دا فکر نه کاوه چی اسلام اباد د تړون له لاسلیک کولو سره سره هغه ته بې پامه شی په تیره بیا دا چی پاکستان انرژۍ ته سخته اړتیا لری . هغه یو مهم دلیل چی سبب شوی دی د پاکستان دولت له ایرانه د ګازو اخیستلو مسلې ته کم پام وکړی ، د اسلامی ایران په وړاندی د امریکا له سیاستونو پیروی ده . په دې ډول چی ځینې راپورونه د دې ښودنه کوی چی د پاکستان حکومت نیت لری د اتلس میلیارډ ډالری جرمانې موضوع په اړه د ایران خبردارې په اسلام اباد کې د امریکا له سفارت سره مطرح او د هغې د حل لارې لپاره چاره وکړی .
دا په داسی حال کی ده چی د یوه خپلواکه هیواد په توګه دا پاکستان لپاره ښه نده چی په خپلو حکومتی چارو کې له امریکا سره سلاومشوره وکړی .ځکه چی دا پاکستان دی چی انرژۍ ته اړتیا لری او امریکا په سیمه کی د خپلو ناروا ګټو په چوکاټ کې له اسلامی ایران سره د انرژۍ په برخه کې د دغه هیواد د ملګرتیا خنډ کیږی . له دې امله په پاکستان کې سیاسی او اقتصادي ټولنې وایی د دغه بهیر دوام نه یوازې د دغه هیواد په ګټه ندې بلکې د اسلام اباد حکومت د دغه هیواد په عمومي افکارو کې د تابعدار اوبې ارادې هیواد په توګه مطرحوی .
د سیاسی مسلو کارپیژاندې بهرام زاهدی په دې اړه وایی پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلی دی چی له ایران سره د ایران په برخه کې د هراړخیزه ملګرتیا غوښتونکي دي خو په عمل کې هیڅ ګام نه پورته کوی . له دې امله دا د اسلامی ایران حق دی چی د ګازو د اخیستلو اونل لیکی په بشپړولوکې د پاکستان د څو کلن ځنډ په دلیل دغه هیواد جرمانه کړی تر څو د اسلام اباد دولت پوهه شی تر اوږدې مودې پورې په خپلو ژمنو ایران نشی ایسارولې او د دغه هیواد عظیمه پانګه نشی تباه کولې .
په هر حال د ایران اسلامی جمهوریت د ښه ګاونډیتوب په اساس تل د پاکستان د خلکو او حکومت ملاتړی دی خو په عمل کې دغه هیواد د امریکا په مځکه کې په لوبې سره ښودلی ده چی خپلو تړونونو ته بې پامه دی . دا په داسې حال کی دی چی هر نړیوال تړون اجرایی ضمانتونه لري او دا په دې معنا دی چی د اسلام اباد دولت د تل لپاره له ایران سره د ګازو په موافقې سترګې پټې کړي . له دې امله تهران په وروستی خبرداری سره وښودله چی د موضوع په تعقیبولو کې جدی دی او د پاکستان حکومت باید له خپلو بهرنیو لورو سره موضوع جوته کړی او اجازه ورنکړی چی پاکستان په نسبت د ایران مثبته او وروګلویزه کتنه بدله شی اوتهران له پاکستان سره د ګازی موافقې په اړه د خپلې ګروهنې په اپوټه عمل وکړی .