د تهران او ریاض د اړیکو په سر موافقې په هکله د ایران د خارجه وزارت خبرپاڼه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام د اسلامي ایران او سعودي عربستان د اړیکو د بیا پیلیدو د موافقې په هکله یوه بیانیه خپره کړه.
ایران او عربستان د چین په بیجنګ ښار کښې د مذاکراتو په دوران کښې تیره جمعه موافقه وکړه چې پس له اووه کلن ځنډه خپلې سفارتي اړیکې دوباره بحال کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، په یاده خبرپاڼه کښې راغلي دي: د ایران د اسلامي جمهوریت بهرني سیاست د متوازن خارجه سیاست د ډکټرین په عملي اجرا، مخ په ودې ډیپلماسۍ او د ګاونډیتوب د سیاست په لړ کښې د زیرک تعامل او د تیرو اغیزناکو ګامونو په بشپړولو کښې یو بل مهم ګام پورته کړ او د کوټلو او عمل پالو مذاکراتو په لړ کښې یې په طبیعي لاره د ایران د اسلامي جمهوریت او عربستان د اړیکو د راوستلو په موخه د بیجنګ موافقه عملي کړه.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې تحرک سره وښودله چې د ایران د ولس او هم د سیمې او ګاونډ او د ملګرو مسلمانو ولسونو د ګټو د تامینولو او هم داشان د پراخې صلحې او ثبات د عملي کیدو او ټینګښت لپاره د سیمه ایزو وړتیاؤ د کارولو او د سیمې د حکومتونو او ولسونو د ګډو ګټو د تامینولو جدي هوډ یې درلودلی او اغیزناک او مخ په وړاندې ګامونه یې پلان کړي دي.
په دغه بیانیه کښې څرګندونه شوې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د ایران او عربستان د دواړو ولسونو او د سیمې د نورو ملتونو د ګډو ګټو په تامینیدو کښې د دې موافقې د مثبت رول او آثارو په هکله د ډاډ په څرګندولو سره ضروري ګڼي چې د دې موافقې په ترسره کیدو کښې د چین له نوښت، کوربه توب او رول څخه او هم په دې لړ کښې د عراق او عمان او د نورو ګاونډي او ملګرو حکومتونو د اغیزناکه رول قدرونه وکړي.