د ایران او عربستان موافقه د صلحې او خبرواترو لپاره بریا ده
Mar 12, 2023 05:47 Asia/Kabul
ایران کښې د چین سفیر هیله وښودله چې لویدیځه آسیا صلحه او ثبات او پایداره ترقي ولري.
ایران کښې د چین سفیر ټینګار وکړ: د ایران او عربستان د مذاکراتو مهمې بریاوې چې د ټولې نړۍ پام ورته واوښته، د صلحې او خبرواترو لپاره یوه بریا ګڼله کیږي
تهران کښې د چین سفیر چانګ هوآ پرون په کرمان ولایت کښې د ایران او سعودي عربستان د مذاکراتو په هکله وویل: ایران د فارس خلیج د څنډې له هیوادونو نزدې ملګری دی.
ایران کښې د چین سفیر هیله وښودله چې لویدیځه آسیا صلحه او ثبات او پایداره ترقي ولري.
هغه همداشان وویل: چین غوښتل چې د عربستان او ایران د اړیکو په سمولو کښې مرسته وکړي او دا دی بیجنګ د دغو مذاکراتو کوربه توب وکړ.