ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله افغان کډوال وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129368-ایران_کې_د_ټرافیکي_پېښې_له_امله_افغان_کډوال_وژل_شوي
د ایران د شیراز ښار په قطرو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو ایرانی او نهه افغان کډوال وژل شوي.
(last modified 2023-03-13T02:18:37+00:00 )
Mar 13, 2023 01:19 Asia/Kabul
  • ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله افغان کډوال وژل شوي

د ایران د شیراز ښار په قطرو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو ایرانی او نهه افغان کډوال وژل شوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې،  په وژل شویو کسانو کې درې مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي.

یاده پېښه وړمه شپه د یو کرولا او مازدا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې.

د وژل شویو کسانو جسدونه روغتون ته انتقال شوي، خو ویل کېږي چې لایې هم هویتونه نه دي په ډاګه شوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د تلفاتو اوښتو خبرونه ډېر شوي دي.