امریکا د روسیې او د چین په اړیکو غصه ده
زمونږ خبریال راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل د چین او د روسیې ملګرتیا امریکا لیونۍ کړي ده.
روسیې او چین د دوو نړیوالو مهمو قدرتونو په توګه په تیرو کلونو کښې د ملګرتیاو د پراخولو او دغه راز د امریکا د یواړخیزه اقداماتو او سیاستونو پرضد د یوشان دریځونو د غوره کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي او ماسکو او پیکینګ د نوي نړیوال نظم د بنسټ په توګه د څو اړخیزپالنې د کړچار د غوره کولو غوښتونکي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل د چین او د روسیې مخ په ودې اړیکو په هکله د امریکا له غصې څخه ډک غبرګون د دغه خبرې تائید دی چې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزه اړیکو پراخول سمه لاره ده.
سرګي ریابکوف وویل واضح خبره ده چې امریکا د روسیې او د چین ترمینځ د ژورو او د څو اړخیزه اړیکو او د ملګرتیاو په پراخولو اندیښمنه ده.
هغه دې ته په اشارې سره چې امریکا پوهه شوي ده د چین او د روسیې اړیکې د څو قطبي نوي نړیوال نظم په بڼه خپلیدا کښې یو اساسي عنصر دی د ماسکو او د پیکینګ د اړیکو پراخیدل یې د واشنګټن د سلطې د ختمیدا حل لاره وبلله.