Mar 13, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • د ایران له اسلامي جمهوریت  سره د موافقې لپاره د عربستان د اقدام علتونه:-

ایران او سعودي عربستان له اوو کلونو وروسته د اړیکو د ټینګولو موافقه وکړه او وټاکل شوه چې په راتلونکو دوو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو سفارتونه له سره پرانیستل شي.

له سعودي عربستان سره د ایران اړیکې په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې د ریاض لخوا غوڅې شوې او په ورپسې کلونو کښې هم د سعودي  عربستان حکومت د ایران پرضد زیات دښمانه اقدامات ترسره کړل او د ایران پرضد د زیات دباو په سیاست کښې له امریکا او اسرائیلو سره ملګری شو.

د «هیل» ورځپاڼې د راپور پراساس ایران او عربستان که څه هم هیڅکله نیغ  په نیغه له یوبل سره جنګ نه دی کړی خو له یوبل سره  یې د نورو په استازي توب جنګونه لرلي دي.

همدا اوس مهمه پوښتنه دا ده چې سعودي عربستان ولې له اوو کلونو وروسته د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو له سره ټینګولو ته مخه کړه؟

لومړۍ ځواب دا دی چې د مینځني ختیځ سیمې بدلونونو د ال سعود له اخیستون سره سم حرکت ونکړ.

د سعودي عربستان د واکمنانو په تیره بیا د ځوان محمد بن سلمان اخیستون او درک دا و چې په یرغلیز سیاست او له اسرائیلو او امریکا سره  په غږمله کیدا سره کولای شي د ایران اسلامي جمهوریت له خپلو سیمه ییزو سیاستونو شاتګ کولو ته مجبوره کړي.

هغه څه چې په عمل کښې رامینځته شول د سعودي عربستان د واکمنانو د اخیستونونو په اپوټه وو او د ایران اسلامي جمهوریت او د هغه متحدان له تیر وخت څخه زیات پیاوړي شول چې بیلګه یې د یمن په جنګ کښې ده.

بل ځواب دا دی چې سعودي عربستان دغه نتیجې ته ورسید چې یرغلیز بهرنی سیاست نه یوازې د ریاض ګټې نه تامینوي بلکې سبب کیږي د عربستان عرب سیال هیوادونه ګویا له ریاض څخه سیالۍ وګټي.

دا په داسې حال کښې دي چې سعودي عربستان د دوه زره دیرشم یعني ویژن ټو تاوزینډ ترټي(۲۰۳۰) په نوم د پروګرام د محقق کولو لپاره د هیواد په داخل  او دغه راز له نورو هیوادونو سره په اړیکو کښې ثبات او امنیت ته اړتیا لري.

دریم دلیل او ځواب دا دی چې سعودي عربستان په خپل  خارجي سیاست کښې دغه باور ته ورسید چې د امریکا په ځمکه کښې  لوبې  کول نه یوازې د ریاض ګټې نه تامینوي بلکې دغه کار د عربستان د سپکاوي سبب شوی او امریکا سعودي عربستان ته له سپکاوي ډک او اوزاري نظر لري.

څلورم مهم دلیل دا دی چې سعودي عربستان د صهیونیسټ رژیم حالت ته په اړونده واقعیتونو پوه شوی.

د اسرائیلو رژیم نن سبا له پراخ داخلي کړکیچ سره مخامخ دی په دې ډول چې ځینې حکومتي چارواکي د کورني جنګ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکوي.

په دې سربیره په تیرو دوو کلونو کښې حتی یهودي لابۍ ونه توانیدله یا نه یې غوښتل د امریکا او د سعودي عربستان په اړیکو کښې د موجودو تاوتریخوالو د ختمولو لپاره کوم اقدام ترسره کړي.

پینځم دلیل هم د ایران د اسلامي جمهوریت قدرت او سیمه ئیز مقام دی.

بې شکه ایران د سعودي عربستان او د ترکیې تر څنګ داسې  درې اصلي قدرتونه دي چې هر یو یې په سیمه کښې د نفوذ او د دسیسو د شنډولو لپاره زیات قابلیتونه لري.

پر دې اساس له ایران سره دښمنۍ نه یوازې د عربستان د ګټونکي تامینونکي نه ده بلکې د ریاض لپاره به زیات تاوانونه هم ولري.

د فلسطین د  سیاسي چارو شناند  او لیکوال وسام ابو شماله وویل داسې ښکاري سعودي عربستان د یمن د ورانونکي او د چټي جنګ د پیلولو په شان  د اقداماتو او په سیمه کښې د  دښمانانه دریځونو په غوره کولو کښې د خپلو محاسباتو غلطۍ ته متوجه شوی دی او همدا اوس له دغه جبۍ څخه د وتلو لپاره جدي هڅه کوي.

سعودي عربستان دغه راز احساسوي چې د نړۍ او د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي او د سیاسي اړیکو د پراخولو لپاره د خپل پخواني کړچار بدلونو ته ضرورت لري او له ختیځ او د روسیې د چین او د ایران له ائتلاف سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي او په دې سربیره له لویدیځ او امریکا سره د سټراټیژیک ائتلاف محافظت او ساتنه وکړي.

 

ټیګونه