د ایران د ملت لپاره د بایډن نوروزي پیغام تش دروغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129858-د_ایران_د_ملت_لپاره_د_بایډن_نوروزي_پیغام_تش_دروغ_دی
له ایرانیو میرمنو څخه د ملاتړ دروغجنه ادعا او د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو ساتل او زیاتولو سره یووخت والی ، د ایراني ضد رهبرانو او امریکائي رژيم ددښمنۍ  او نفاق ننداره ده.
(last modified 2023-03-21T04:55:08+00:00 )
Mar 21, 2023 09:22 Asia/Kabul
  • د ایران د ملت لپاره د  بایډن نوروزي پیغام تش دروغ دی

له ایرانیو میرمنو څخه د ملاتړ دروغجنه ادعا او د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو ساتل او زیاتولو سره یووخت والی ، د ایراني ضد رهبرانو او امریکائي رژيم ددښمنۍ  او نفاق ننداره ده.

د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د ایران  دولس لپاره د امریکا د د ولسمشر جوزف بایډن د نوروز داختر په مناسبت  د پیغام په غبګرون کې  ولیکل ، دا یوه چټي او دروغجنه ادعا ده.

د ایران خارجه وزارت ویندوي  لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت له اسلامی نظام او ملت سره  دښمني  د امریکائي رژيم دبهرني سیاست یوه ثابته برخه  ده . ناصر کنعاني دغه راز په خپل ټولنیز پیغام کې ولیکل ، د ایران له اسلامی نظام او و لس سره دښمني د امریکا د بهرني سیاست یوه  ثابته مهمه برخه ده  چې هر کال ئې دنوروز په پیغام کې   امریکائی چارواکي له خپلې خوا وړاندې کوي.

هغه په دوام کې لیکلی دي، له ایرانیو میرمنو څخه دملاتړ دروغجنه ادعا او د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو ساتل او زیاتولو سره یووخت والی ، د ایراني ضد رهبرانو او امریکائي رژيم ددښمنۍ  او نفاق ننداره ده.