Mar 25, 2023 03:54 Asia/Kabul
  • ایران د فرانسې د  مظاهره چیانو ځپل وغندل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فرانسې د خلکو د سوله ئیزو مظاهرو د ځپلو په غندلو سره د پاریس حکومت د بشري حقوقو د اصولو رعایتولو ته وروباله.

هغه پرون په یوه ټویټر پیغام کښې د فرانسې د حکومت لخوا د خلکو د سوله ئیزو مظاهرو  ځپل وغندل او د پاریس حکومت یې د بشري حقوقو رعایتولو او د خلکو پرضد چې په سوله ئیز ډول خپلې غوښتنې تعقیبوي  د زور له کارولو څخه ډډه کولو ته وروباله.

د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د حکومت د متقاعد کیدا په پلان باندې د خلکو عمومي اعتراضونه دوام لري او د فرانسې د حکومت سرچینو وویل چې د ولسمشر د متقاعد کیدا د پلان پرضد د هیواد په عمومي مظاهرو کښې څه د پاسه لس لکو خلکو ګډون وکړ او په دغو اعتراضونو کښې تراوسه یوسل درویشت پولیس ژوبل شوي او اتیا اعتراض کونکي هم نیول شوي.

د فرانسې لومونډ ورځپاڼې د اعتراض کونکو شمیر دیارلس لکه او د فرانسې تر ټولو سترې صنفي اتحادیې سي جي ټي  بیا د اعتراض کونکو شمیر پينځه دیرش لکه کسان اعلان کړی.

هغه پرون په یوه ټویټر پیغام کښې د فرانسې د حکومت لخوا د خلکو د سوله ئیزو مظاهرو  ځپل وغندل او د پاریس خکومت یې د بشري حقوقو رعایتولو او د خلکو پرضد چې په سوله ئیز ډول خپلې غوښتنې تعقیبوي  د زور له کارولو څخه ډډه کولو ته وروباله.

ټیګونه