۱۴۰۲ کال د خدمت لپاره د حکومت د څوچنده او شواروزي هلوځلو د دوام کال دی
Mar 26, 2023 07:50 Asia/Kabul
ولسمشر د ۱۴۰۲ کال د شعار د عملي کولو لپاره د ټولو وړتیاؤ او پلانونو په کارولو باندې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نظام د سلګونو کارکوونکو سره په نوروزي کتنه کښې ټینګار وکړ: ۱۴۰۲ کال د خدمت لپاره د حکومت د څوچنده او شواروزي هلوځلو د دوام کال دی.
ولسمشر د ۱۴۰۲ کال د شعار د عملي کولو لپاره د ټولو وړتیاؤ او پلانونو په کارولو باندې ټینګار وکړ.
ولسمشر رئیسي دې ته په اشارې سره چې حکومت په تیر ۱۴۰۱ کال کښې هم د «تولید، پوه بنسټه او کار زیږوونکي» شعار د عملي کولو لپاره خپل ټول امکانات وکارول، د روان کال د شعار یعنې «د ګرانۍ د کنټرول او د تولید د ودې» او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د حکم د اجرايي کیدو لپاره په پلاننګ او د وړتیاؤ په کارول کیدو تاکید وکړ.